د طالبانو چارواکو او د شیعه علماو د شورا مرستیال کتنه وکړه
تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت د مشر سیاسي مرستیال او د شیعه علماو د شورا مرستیال په کابل کښې په کتنې کښې د افغانستان د اوسنیو مسائیلو په تیره بیا د شیعه مسلمانانو د حالاتو په هکله د نظر تبادله وکړه .
د طالبانو د موقته حکومت د مشر د سیاسي چارو مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون د افغانستان د شیعه علماو د شورا له مرستیال محمد اکبري سره په کتنې کښې وویل چې د طالبانو او د شیعه مسلمانانو ترمینځ به د متقابل اعتماد د رامینځته کولو لپاره زیاتې هڅې وکړي .
مولوي عبدالکبیر د افغانستان د ټولو قومونو ترمینځ د اتحاد پرضرورت باندې د ټینګار په ترڅ کښې وویل د افغانستان د شیعه مسلمانانو له ظرفیت څخه به د هیواد خلکو ته د خدمت، هوساینې او د ابادونې لپاره ګټه واخیستل شي .
له دې مخکې هم د افغانستان د شیعه علماو شورا په ځلونو د طالبانو له چارواکو سره په هیواد کښې د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو په هکله خبرې کړي دي .