خالد پاینده:
په افغانستان کښې د پولیسو او فوځیانو د زیاتې برخې یوازې نومونه ثبت وو
Nov 12, 2021 07:33 Asia/Kabul
د مخکیني حکومت د مالیې وزیر خالد پاینده ویلي امنیتي ادارو کې فساد د اشرف غني حکومت د پرځېدو سبب شو.
خالد پاینده پخپله تازه مرکه کې ویلي، چې د ۳ لکو پولیسو او پوځیانو د لویې برخې یوازې نومونه په دولتي اسنادو کې لیکل شوي وو، په داسې حال کې دومره شمېر سرتیري هیڅ موجود نه وو.
نوموړی وايي، په رسمي لیسټونو کې د خیالي کسانو نومونه ځکه شامل شوي وو، چې قومندانان یې د معاشونو پیسې په جېبونو کې واچوي. پاینده چې د طالبان له پرمختګ سره یې هممهاله استعفا وکړه او له افغانستانه ووت وايي، هغه اسناد سم نه وو چې د امنیتي ځواکونو شمېر یې د طالبانو په پرتله ډېر ښوده.