افغان پيلوټان دې بیرته افغانستان ته وګرځي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i108216-افغان_پيلوټان_دې_بیرته_افغانستان_ته_وګرځي
پیلوټان   ددغه هیواد ملی پانګې دي ، ځکه  د  افغانستان په  پانګې سره ئې درس لوستی او زده کړې ئې کړی دی  او باید خپل هیواد ته بیرته ستانه شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 12, 2021 09:12 Asia/Kabul
  • افغان پيلوټان دې بیرته افغانستان ته وګرځي

پیلوټان   ددغه هیواد ملی پانګې دي ، ځکه  د  افغانستان په  پانګې سره ئې درس لوستی او زده کړې ئې کړی دی  او باید خپل هیواد ته بیرته ستانه شي .

زمونږ خبریال د طلوع نیوز له قوله راپور راکړ، د افغانستان د طالبانو ویندوي ذبیح ا... مجاهد بیګا د متحده عربی اماراتو په لور له تاجیکستانه د افغان پیلوټانو  دتلو په باب له خبرونو خپریدا وروسته ددغو پيلوټانو د ژوند دا منیت دتضمین په اعلانولو سره  له دوي غوښتي څو خپل هیوادته دې بیرته راوګرځي .

 د طالبانو ویندوي زیاته کړې ،زما پیغام دا دی چې  دپيلوټانو لپاره  په افغانستان کې هیڅ مشکل نشته ، عمومي بخښنه اعلان شوې ده  او دوي خپل هیواد ته په بیرته راتللی شی او  په هر هغې برخې کې چې  له دې مخکې پکې وو، خدمت او کار وکړي ..

 روئيټرز خبری آژانس  راپور ورکړی ، د افغانستان  پيلوټان او  د الوتونو عمله  چې په امریکا کې  روزل شوي وو ، په تاجیکستان کې  له درو میاشتو پاتکیدو وروسته په یوه اجاره الوت کې  له دغه هیواده متحده عربی اماراتو ته تللي دي .

 د افغانستان د  هوائي الوتونو کابو یو سل نوي کسیزه  عمله او پیلوټان  په وروستیو بدلونونو کې تاجیکستان ته تللي وو. په دې زمینې کې  د افغانستان د پوځي چارو یو کارپوه سرور نیازي  وئيلي دي  پیلوټان   ددغه هیواد ملی پانګې دي ، ځکه  د  افغانستان په  پانګې سره ئې درس لوستی او زده کړې ئې کړی دی  او باید خپل هیواد ته بیرته ستانه شي .