د طالب ځواکونو لپاره نوے يونيفارم
طالب ډله د خپلو ځواکونو لپاره نوي يونيفارمونه برابروي.
د افغان آوا خبري آژانس د رپوټ له مخې د طالبانو د موقته حکومت وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته وويل: د ملي فوځ امنيتي ځواکونه به ډېر نوي يونيفارمونه ولري.
مجاهد زياته کړه، زمونږ د ځواکونو لپاره د خاصو يونيفارمونو لرل ضروري چاره او د نظم و ضبط نښه ده.
اقتدار ته د طالب ډلې د رسېدو له وخت نه د دغې ډلې ځواکونه په مختلفو ښارونو کښې د ځاي جامو په شمول په بيله بيلو لباسونو سره دندې ترسره کوي.
د يوشان يونيفارم نيشتوالے د دے سبب شوے چې د طالبانو له نامې نه ناوړه استفاده کؤنکي زياتره کسان د جنايکارانه او غلاګانو په شمول په مجرمانه اقداماتو لاس پورې کوي.
په همدې وجه طالبانو په دې وروستيو ورځو کښې تقريباً څلور سوه خپل سري او فرصت غوښتونکي ځواکونه د دغې ډلې له صفونوبهر کړ
ي دي.