د طالبانو حکومت به نسکور شي
(last modified Sat, 20 Nov 2021 09:25:56 GMT )
Nov 20, 2021 13:55 Asia/Kabul
  • د طالبانو حکومت به نسکور شي

د افغانستان د مخکيني حکومت د ولسمشر وړومبي مرستيال وويل: د طالبانو لاسپوسے رژيم به په ډېر دردناک شکل کښې نسکور کړې شي.

د افغان آوا خبري آژانس د رپوټ له مخې امرا... صالح هغه په خپله فېسبوکي پاڼه کښې په يو متن کښې وليکل: د طالبانو د بشري حقوقو په خلاف کارکردګي او د دغې ډلې پېېلتوب به بالاخره د دغه حکومت د نسکورېدو سبب شي.

د اشرف غني مرستيال د دې په بيانولو سره چې د طالبانو د ظلم په وړاندېله مقاومت نه بغېر بله لار نشته وويل، دغه لاسپوسې او ظالمه ډله به بالاخره ماتې اوخوري.

امرا... صالح زياته کړه طالبان هم په تېره موده کښې او هم اوس په هيڅ قانون او اصولوپابنده نه وه او نه ده او د خلقو او مخکېنيو چارواکو د مالونو په لوټلو او هغوي په سپکاوي سره د اعتبار د ترلاسه کولو کوشش کوي.

هغه په خپل فېسبوکي پاڼه کښې اوليکل: افغان ولس دې مطمئن وي چې طالبانو دغه لاس پوسے او له مدنيت نه بې خبره رژيم به په ډېر دردونکي شکل نسکور کړې شي.

له افغانستانه د اشرف غني له تېښتې وروسته د هغه مرستيال صالح يوه موده په پنجشير ولايت کښې ؤ خو اوس معلومه نه ده چې هغه په کوم ځاے يا کوم هېواد کښې ژوند کوي.

 

ټیګونه