په قطر کې د اروپائي اتحادئې له استازو سره د طالبانو مشورې
طالبانو او اروپائي اتحادئې د قطر په دوحې کې افغانستان ته د انسان دوستۍ د مرستو دلیږد په باب سره مشورې وکړې .
د طالبانو د حکومت خارجه وزارت ، دیوې داعلامیې په خپرولو سره په قطر کې د طالبانو او اروپائي اتحادئې د پلاوو ترمینځ د دوو ورځنیوخبرواترو د پاي په تائيدولو سره ، په کابل کې د انسان دوستۍ د مرستو د وړاندې کولو لپاره د یوه دفتر په جوړولو د دواړو لورو د موافقې خبر ورکړ .
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د خارجه وزارت ویندوي عبدالقهار بلخي په دغې اعلامیې کې وئيلی دي،په دغوخبرواترو کې دواړو لورو افغانستان ته د بشردوستۍ د مرستو د لیږدولو،د هغوکسانو د خوندي ویستل چې له افغانستانه بهر ته د سفر نیّت لري،او همداراز د امنیت او روغتیائی چارو په باب سره مشورې وکړې .
هغه دغه راز ووئیل،د طالبانوپلاوي په دغو خبرواتروکې له اروپائی اتحادئي غوښتي دي،سیاسی مسئلې دې د انسان دوستۍله مرستوجلاکړي.
له امریکائی پلاوي سره دخبرواترو لپاره په قطر کې د طالبانو د پلاوي شتون یو فرصت شو څو د طالبانو استازي له ځينو اروپائي چارواکو سره ځيني نوره مشورې هم وکړي .
په دوحې کې دیره داروپائی اتحادئې له استازو او په افغانستان کې د انګلستان د نمایندګۍ د پلاوي له هغه سلایار مارتین لانګډن سره خبرې اترې چې د طالبانو په ولکې پسې په قطر کې دیره شوی دی ، په دوحې کې د طالب پلاوي دمشورو او خبرواترو یوه برخه وه .
د طالبانو حکومت چې دمګړۍ په افغانستان کې د واکوالۍ په لاره کې له سترو چیلنجونو سره مخامخ شوي دي ، په دغه هیواد کې له اقتصادي چیلنج څخه دتیریدا لپاره دانسان دوستۍ د مرستو په جلبولو پسې دي .
سره له دې چې طالبانو په ۲۰۲۱کال کې اګست میاشت کې په افغانستان کې قدرته له رسیدا مخکې د خپلې اعلان کړائ شوي آئيدیالوجۍ په چوکاټ کې له لویدیځ سره ملګرتیا رټله، خو په اوسنیو شرائطو کې په افغانستان کې له ډول ډول چیلنجونو څخه د وتلو یوه لاره ، د لویدیځي هیوادونو دمرستو اوملګرتیاؤ جلبول ګڼي چې له قدرته له مخکې او وروسته وخت کې د طالبانو د ګډوډ کړچار یوه برخه نندارې ته وړاندې کولی شي .
له اروپائي اتحادئې د انسان دوستۍ دمرستو غوښتنه او له سیاسی مسئلو څخه ددغې برخې جلاکول ، ښئ چې طالبان، په افغانستان کې ددغې ډلې دحکومت دتل پاتیکیدا لپاره دلویدیځوالو ملاتړ او مرستو غوښتونکی دي او دا مرستې په اوسنیو شرائطو کې ډيرې ضروري دي .
په افغانستان کې د انګلستان د نمایندګۍ ددفتر له سلایار سره د طالبانو دحکومت د خارجه وزارت د سرپرست په لیدوکتو کې د دغه هیواد دتړل شوو شتمنیو دآزادولو مطرح کیدا،د افغانستان د اداره کولو لپاره د ضروري مالی سرچینو دتامینولو لپاره له امریکا او اروپا ددغې ډلې یوه اساسی غوښتنه د ه .
د طالبانو د حکومت له نظره ، تر څو چې په لویدیځي هیوادونو کې د افغانستان شتمنۍ او پیسې آزادې نشي ، ددغې ډلې لپاره به د مالی تامین مشکل حل نشي، او ممکنه ده د طالبانو حکومت له ډيرو سترو او پراخو سیاسی او ټولنیزو خپګانونو سره مخامخ شي .
له افغانستان سره داقتصادي مرستو لپاره دغوښتې په لړ کې ، دطالبانو حکومت له اروپائي اتحادئې څخه همداراز غوښتي څو ددغه هیواد دهوائي ډ ګرونو په پراختیا کې دې ورسره مرسته وکړي څو له دې لارې په افغانستان :ې د مسافرانو او د شیانو تګ راتګ او ټرانزټ پراختیا ومومي .
په داسې شرائطو کې چې لویدیځي هیوادونه په تیره بیا امریکا د سیاسی مسئلو په استناد سره،د افغانستان د شتمنیو په تړلو سره،د طالبانو حکومت په تنګڅې کې راوستی دی ،، دغه ډله هڅه کوي څو لویدیځوال وهڅوي چې د سیاسی او انسان دوستۍ موضوعګانو په بیلولو سره ، له افغانستان سره خپلې مرستې په دغه چوکاټ کې تعریف کړي .
که څه هم د طالبانو حکومت په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړولو لپاره د خپلو ژمنو له نه پوره کولو سره سره ، د نړیوالې ټولنې په وسیله ددغې ډلې د په رسمیّت پيژندنې د سریزود برابرولو مدعي دي ، خو مختلفو هیوادونه په تیره بیا لویدیځوال حاضر نه دي ، په اوسني وضعیّت کې طالبان ، په رسمیّت وپيژني .