طالبانو د اروپا او د پاکستان غونډې ته غبرګون ښودلی
(last modified Fri, 10 Dec 2021 08:30:47 GMT )
Dec 10, 2021 13:00 Asia/Kabul
  • طالبانو د اروپا او د پاکستان غونډې ته غبرګون ښودلی

تسنیم خبري اژانس وايي د طالبانو د موقته حکومت د ویاند مرستیال د اروپايي اتحاديې او د پاکستان غونډې او د افغانستان په کورنیو چارو کښې لاسوهنې ته غبرګون وښود .

د افغانستان د موقته حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي نن په خپل هیواد کښې د ټول ګډونه حکومت د جوړولو لپاره د اروپايي اتحادیې او د پاکستان غونډې او ټینګار ته په غبرګون کښې وویل نړۍ باید د افغانستان په کورنیو چارو کښې لاسوهنه ونکړي .

د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسول جوزپ بورل او د پاکستان د باندنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په بروکسل کښې د دواړو لورو د سټراټيژیکو خبرو اترو په شپږمه (۶) غونډه کښې په افغانستان کښې د ټولشموله حکومت په جوړولو ټینګار وکړ .

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال  کریمي زیاته کړه په افغانستان کښې د پراخ بنسټه حکومت جوړول د هیواد کورنۍ مسله ده او افغانان باید په دې هکله فیصله وکړي .

طالبانو چې د روان میلادي کال د اګست د میاشتې له پینځلسمې (۱۵) نیټې راهسې واک په لاس کښې لري د سپتمبر د میاشتې په اومه (۷)نیټه د خپل د موقته حکومت غړي معرفي کړل .

د نیوکه کونکو له نظره د نوي کابینې جوړښت د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو په هکله د طالبانو له ژمنې سره په تضاد کښې دی .

 

ټیګونه