حمد الله محب:
طالبان د اشرف غني د وژلو په تکل کښې وو
د افغانستان د ملي امنیت د ادارې پخوانې صلاحکار: د افغانستان د تیر حکومت ترټولو ستره تیروتنه دا وه چې د امریکې په وتلو یې باور نه درلود.
د افغانستان د ملي امنیت د ادارې پخوانې صلاحکار حمد الله محب وايي: د امریکايي سرچینو د موثقو معلوماتو له مخې طالبانو د کابل له نیولو وروسته د ولسمشر اشرف غني د وژلو نیت درلود.
حمد الله محب امریکا غږ ته په مرکه کښې تاییده کړه چې د طالبانو جګ پوړي غړي خلیل حقاني د کابل د سقوط په ورځ هغه ته ویلي وو چې تسلیم شه، بیا به مذاکره وکړو.
د افغانستان د ملي امنیت د ادارې پخوانې صلاحکار مدعي شو چې د افغانستان لپاره د امریکې اوسني ځانګړي استازي او د ځلمي خلیلزاد مرستیال ویلي وو: ممکنه ده چې طالبان تاسو ټول ووژني.
محب په یوه بله مرکه کښې وویل: د افغانستان د تیر حکومت ترټولو ستره تیروتنه دا وه چې د امریکې په وتلو یې باور نه درلود.
د افغانستان د ملي امنیت پخواني صلاحکار د امریکې د ملاتړونو او ژمنو په هکله د تیر حکومت په توهم باندې په داده کیدو سره وویل: پکار دي چې په قطر کښې د امریکې او طالبانو د استازو له اوږدو مذاکراتو پوه شو چې د حکومت د پرزولو لپاره یوه دسیسه روانه ده.
محب ادعا وکړه چې د افغانستان د تیر حکومت چارواکو په تیره بیا خپله ولسمشر اشرف غني د کورني جنګ د مخنیوي لپاره فیصله وکړه چې له کابله ووځي. هغه وویل چې له افغانستانه له وتلو وروسته درې میاشتې له اشرف غني سره و او اوس په امریکا کښې اوسیږي.
حمد الله محب ویلي، اشرف غني لاهم په متحده عرب اماراتو کښې دی او په مناسبه موقع به د افغانستان د حالت په اړه خپل نظریات څرګند کړي.