کابل کښې د طالب چارواکو او د اهل تشیع عالمانو غونډه وشوه
په افغانستان کښې د طالبانو د لنډمهاله حکومت غړو او اهل تشیع علماؤ په یوه غونډه کښې وحدت، د یو بل منل او د امریکې او د هغې د انډیوالانو له دسیسو سره مقابله ضروري وبلله
د طالبانو د لنډمهاله حکومت د خارجه وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي نن د افغانستان د شیعه علماؤ د ټولنې د غړو په شتون سره (د پاک ژوند په لاره کښې ملي کانفرنس) کښې، د امریکې له دسیسو سره په مقابلې باندې په ټینګار سره وویل: د افغانستان په خاورې باندې د امریکې حمله د ټولو انساني ارزښتونو او نړیوالو قوانینو خلاف وه خو بلآخره امریکايي ځواکونو ماتې وخوړله او په بې شرمۍ سره له افغانستانه ووتل.
ستانکزي زیاته کړه: دا په کوم قانون کښې راغلي دي چې امریکا دې د افغانستان کابو لس میلیارډه ډالر ونیسي.
هغه هم داشان د ایران او پاکستان په شمول له ګاونډي هیوادونو وغوښتل چې له افغانستان سره خپلې اړیکې پراخې کړي.
په عین حال کښې د افغانستان د شیعه علماؤ د ټولنې مشر حجت الاسلام سید حسن فاضل په دغې غونډې کښې وویل: لویدیځ هیوادونه د افغانستان د خلکو او قومي اقلیتونو په نامه د اختلاف اچولو په لټه کښې دي په دې وجه د افغانانو ترمینځ وحدت او یووالی ضروري دی.