د افغانستان يو ګوند په دغه هېواد کښې د شيعه مذهب په رسميت پېژندلو تاکيد وکړ
Jan 01, 2022 07:51 Asia/Kabul
د افغانستان حزب عدالت و توسعه د طالبانو لخوا د جعفري مذهب په رسميت پېژندلو غوښتنه وکړه.
د دغه ګوند مشر سيد جواد حسېني په خاصه توګه د شيعه مسلمانانو په وړاندېد طالبانو د حکومت په کارکردګۍ باندې په نيوکې سره وويل: په دې حکومت کښې د شيعه ؤ غوښتنې په نظر کښې نه دي نيول شوےاو پوهان يې په حکومت کښې شتون نه لري.
د طلوع نيوز د رپوټ له مخې حسېني په يوه ناسته کښې وويل: د جعفري مذهب په رسميت پېژندل د افغانستان د شيعه مسلمانانو غوښتنه ده او طالبان پکار دے دغه غوښتنه ومني.
هغه زياته کړه همدا اوس د افغانستان پينځويشت فيصده نفوس شيعه تشکيلوي.
سيد جواد حسيني همدارنګ وويل، انحصار پالنه د اقتدار د زوال سبب کيږي او ښه حکومتداري د هېواد ټولو قامونو اومذهبونو ته د مشارکت ورکول لازمي کوي.