په فارياب کښې د وروستيو نښتو سرتاوانونه
د افغانستان په فارياب ولايت کښې د ازبکو او پښتو طالبانو ترمېنځ په نښتو کښې شپږ تنه مړۀ او ژوبل شول.
د فرانسې د نړيوال رېډيو د رپوټ له مخې په دغو تاوتريخوالو کښې چې د طالبانو د يو ازبک قوماندان مخدوم عالم رباني له نيول کېدو وروسته شروع شول يو تن مړ او پينځه نور هم ژوبل شول.
د عيني شاهدانو د وېنا له مخې پرون د طالب ځواکونو لخوا په يو فوځي موټر باندې چې د اودرېدو اشارې ته يې پام نه ؤ کړے د ډزو له کبله د مخدوم عالم له ځواکونو څخه يو تل ووژل شول او درې نور پلويان يې هم ژوبل شول، د ېوې مېرمن په شمول دوه عامه وګړي هم په دغو ډزو کښې زخمي شول.
د ځاي خبريال په قول چې د نښتو په مرکز مېمنه ښار کښې شتون لري پوليسو پرون سحر په عيدګاه جومات کښې د اجتجاجي غونډې مخه ونيوه.
دغې سرچينې په دغه ورځ د بازار تړل کېدو ته په اشارې سره تاکيد وکړ د ټېنکونو ځاے پرځاے کېدو سره مېمنې ښار فوځي حالت اختيار کړے دے.
د تاوتريخوالي په زياتېدو سره پښتانۀ چاراکي له خپلو استوګن ځايونو تلي دي.