د افغانستان د پولو د امنيت په ساتنې د طالبانو د دفاع د وزارت د سرپرست تاکيد
Mar 11, 2022 14:15 Asia/Kabul
په افغانستان کښې د طالبانو د موقته حکومت د دفاع وزارت سرپرست د دغه هېواد د پولو د امنيت ټينګښت ضروري وبلۀ.
په افغانستان کښې د طالب ډلې اقتدار ته له رسېدو وروسته د دغه هېواد د کورني او پوله ايز امنيت ټينګښت د دغې ډلې يو مهم هدف اعلان شو.
د تسنيم خبري آژانس د رپوټ له مخې محمد يعقوب مجاهد د افغانستان نيمروز ولايت ته په خپل سفر کښې وويل: طالب ځواکونه پکار دے پولو کښې ځاے پرځاے وي چې د پولو امنيت ټينګ وي.
هغه زياته کړه، طالب فوځي ځواکونه له ځانه د فاسدو کسانو په شړلو سره خپلو مقاصدو کښې کاميابېدې شي.
دا په داسې حال کښې دي چې څو ورځې مخکښې د طالبانو د موقته حکومت د تصفيې د کمېشن مشر لطيف ا...حکيمي د طالبانو له صفونو څخه د 4350 تنو د وېستلو په اعلان سره ويلي چې د تصفيې بهير بشپړه شوے دے.