په افغانستان کښې د خوړو بحران په ژورېدو دے
(last modified Wed, 30 Mar 2022 13:21:58 GMT )
Mar 30, 2022 17:51 Asia/Kabul
  •  په افغانستان کښې د خوړو بحران په ژورېدو دے

د خوړو نړیوال پروګرام يا ډبلیو اېف پي وايي چې په افغانستان کښې د خوړو د خوندیتوب بحران د ژوريدو په حال کښې دے.

د خوړو نړيوال پروګرام يوې څېړنې ښودلې چې دا مهال د افغانستان ۲۳ ملیونه وګړي د خوړو خونديتوب نه لري او دا شمېرې د لوړيدو په حال کښې دي. د ياد پروګرام د يوې سروې له مخې، په داسې حال کښې چې په افغانستان کښې کورني عوايد او کاري فرصتونه په شدت د کميدو په حال کې دي نږدې ۹۵ سلنه وګړي کافي خواړه نه ‌لري. ډبیلو اېف پي اټکل کړی چې په روان ۲۰۲۲ کال کې به د افغانستان تر نيمايي ډير وګړي د خوړو له سخت کمښت سره مخامخ وي. سرچينه وايي، نږدې ۹ ميليونه افغانان به د قحطۍ په شان  حالت سره مخ شي. د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د خوړو د بحران په اړه د خپلو څېړنو نتيجې داسې مهال خپروي چې ټاکل شوې سبا د افغانستان بشري وضعيت ته د رسيدنې په موخه په جنيوا کې يوه لويه نړيواله غونډه وشي.

 

ټیګونه