د افغانستان په هرات کې د میرمنو د انسجام او مشورتي ناسته جوړه شوه
(last modified Fri, 01 Apr 2022 08:15:39 GMT )
Apr 01, 2022 12:45 Asia/Kabul
  • د افغانستان په هرات کې د میرمنو د انسجام او مشورتي ناسته جوړه شوه

هرهغه بدبختی چې  دافغانستان  ولس ورسره مخامخ دی ،   دغه ټول مشکلات د بهرنیو د لاسوهنو په خاطر دي . او د هرات ولایت میرمنې  دخپل حق د ترلاسه کولو پورې  خپلې مبارزې ته دوام ورکوي ، به همدې خاطر ئې  په دغې غوندې کې  له ټولو میرمنو وغوښتل  خپل پیوستون دې وساتي .

 زمونږخبریال د صدای افغان خبری اژانس له قوله راپور راکړ،  د افغانستان درست ولس په تیره بیا  د دهرات اوسیدونکي  د افغانستان له مسئولانو غواړي ،څو زرترزره دې پر انجونو زده کونکو د ښونځیو دروازې پرانیزي  او د هیواد دټولنې ددغې مهمې پرګنې مشکلات  او اندیښنې دې ختمې کړي .

په راپور کې وئيل شوي دي ،د هرات د میرمنو دمشورتي او انسجام د غونډې  دترسره کونې مسئولې میرمن  فاطمه فراهي  په یولړ څرګندونو کې ووئيل  ددغې غونډې دترسره کیدا موخه ، د کار او زده کړې د حق پشمول د  میرمنو د غوښتنو او اندیښنو مطرح کول دي  .

میرمن فراهي دغه راز ووئيل ،  په دغه پروګرام کې د طالبانو دحکومت  له مسئولانو ته هم بلنه ورکړل شوې ، خو  دوي د میرمنو  په مشورتي غونډې   کې له ګډونه ډډه کړې ده.

 هغې ووئيل ،  د انجونو د ښونځیو تړل کیدا دد رست ولس د اندیشنې  سبب شوي او ضرورت دی چې زرترزره دې  پرانیستل شي .  په عین حال کې  د افغانستان په پارلیمان کې د هرات د خلکو پخوانۍ استازې میرمن  مسعوده کروخي  هم ووئيل ،  هره هغه بدبختی چې  دافغانستان  ولس ورسره مخامخ دی ،   دغه ټول مشکلات د بهرنیو د لاسوهنو په خاطر دي . او د هرات ولایت میرمنې  دخپل حق د ترلاسه کولو پورې  خپلې مبارزې ته دوام ورکوي ، به همدې خاطر ئې  په دغې غوندې کې  له ټولو میرمنو وغوښتل  خپل پیوستون دې وساتي .

 

ټیګونه