دافغانستان په هلمند ولایت کې ۷ تنه د جنايي جرمونو په تور نیول شوي او د لسګونو نشه یانو درملنه شوې
(last modified Sat, 02 Apr 2022 09:41:11 GMT )
Apr 02, 2022 14:11 Asia/Kabul
  • دافغانستان په هلمند ولایت کې ۷ تنه د جنايي جرمونو په تور نیول شوي او د لسګونو نشه یانو درملنه شوې

رپوټونه ښيي د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت د هلمند ولایت امنیتي مسولین وايي چې په دې ولایت کې یې ۷ تنه د جنايي جرمونو په تور نیولي دي.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې دغه کسان د هلمند له مرکز او  یو شمېر ولسوالیو څخه د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې نیول شوي دي.ویل کیږي چې یاد نیول شوي کسان په غلا، وژنې، انسان تښتونې او د نشه يي توکو په خرڅولو تورن دي چې له نیول شویو کسانو څخه یوه اندازه نشه يي توکي، جنګي وسایل او غلا شوي مالونه هم ترلاسه شوي دي.

له بلې خوا رپوټونه ښيي د هلمند په مرکزي زندان کې په نشه باندې د لسګونو روږدو کسانو درملنه شوې . د هلمند مرکزي زندان مسئولينو رسنیو ته ویلي چې د لسګونو روږدو کسانو درملنه کړې چې اوس مهال یې دوی بېرته خپل عادي حالت ته ګرځولي دي.

د هلمند  د مرکزي زندان مرستیال مولوي عبدالستار رحماني ویلي چې یاد زندان د روږدو کسانو د درملنې په مرکز بدل شوی او په دې زندان کې د روږدوکسانو د درملنې بهیر دوام لري.

رپوټونه ښيي د وړاندې شویو شمېرونو له مخې، په افغانستان کې دطالبانو له راتګ سره تر اوسه د هلمند ولایت په مرکزي زندان کې په نشه يي توکو باندې څه د پاسه (۳۰۰۰) روږدو کسانو درملنه شوې ده چې دالړۍ لا دوام لري.

 

ټیګونه