د افغانستان د شیعه علماو شورا د هرات چاودنه وغندله
(last modified Mon, 04 Apr 2022 06:53:56 GMT )
Apr 04, 2022 11:23 Asia/Kabul
  • د افغانستان د شیعه علماو شورا د هرات چاودنه وغندله

اوا خبري اژانس وايي د افغانستان د شیعه علماو شورا د وروستۍ بم چاودنې د غندلو په ترڅ کښې په خلکو کښې د تفرقې په رامینځته کولو کښې د حملې د عاملانو بریالیتوب ناممکن وباله .

د افغانستان د شیعه علماو شورا پرون په یوې خبرپاڼه کښې په هرات کښې د وروستۍ ترهګرې پیښې د غندلو په ترڅ کښې له امنیتي ادارو څخه  د خلکو د امنیت د تامینولو  غوښتنه وکړه .

دغه بیانیه زیاتوي د دا ډول جنایتونو حیوان صفته عاملان زمونږ ملي وحدت او اسلامي ورورګلوۍ ته تاوان نشي رسولی .

د افغانستان د شیعه علماو شورا ټینګار وکړ د  طالبانو موقته حکومت باید د دغه حملې د عاملانو د پیژندلو ،  نیولو او محاکمه کولو په هکله په خپلې ژمنې عمل وکړي .

د افغانستان په هرات ولایت کښې په جبرئیل ښار کښې په تیرې جمعې ورځې ترهګره حمله شوي وه چې له کبله یې څلور کسان وژل شوي او پینځویشت نور ژوبل شوي وو .

د دغه حملې مسوولیت داعش وهابي صهیونیسټي تفکیري ترهګرې ډلې پرغاړه اخیستی دی .

د ایران خارجه وزارت هم د هرات ولایت په جبرئیل ښارګي کښې په یوې تفریحي سیمه کښې د خلکو په غونډې باندې د داعش ترهګرې ډلې حمله وغندله او د دښمانانو د دسیسې په هکله یې خبرداری ورکړ .

 

ټیګونه