د افغانستان شیعه عالمانو ترهګرو بریدونو ته غبرګون وښوده
Apr 08, 2022 08:00 Asia/Kabul
د افغانستان د شیعه علماؤ شورا د کابل په یو جومات او د امام رضا علیه السلام په حرم کښې ترهګر اقدامات وغندل
د افغانستان د شیعه علماؤ شورا د کابل په یو جومات او د امام رضا علیه السلام په حرم کښې ترهګر اقدامات وغندل
د افغانستان د علماؤ شورا پرون د کابل په پل خشتي جومات او په مشهد کښې د امام رضا علیه السلام په پاک حرم کښې د ترهګرو بریدونو په غبرګون کښې وویل: تکفیري ترهګر داسې روزل شوي او انتخاب شوي دي چې په هیڅ مذهب او ولس باندې پابند نه دي او هیڅ حدود او حرمت نه پيژني.
دغې شورا په یوه بیانیه کښې د دښمنانو د دسیسو د شنډولو لپاهر د مسلمانانو د هوښیارۍ په ضرورت باندې ټینګار وکړ.