د یوناما مشرې له عبدالله عبدالله سره ملاقات وکړ
دا لیدنه له هندوستانه کابل ته د ښاغلي عبدالله له ستنیدو سره سمه شوې ده
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې مېرمن دیبورا لاينز د پرزول شوي جمهوري نظام شریکوال او د مصالحې عالي شورا رييس ډاکټر عبدالله عبدالله سره لیدلي.
د تاند خبري سایټ په لیکنه يوناما په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د دې لیدنې پر مهال د سياسي نظام د ټول شموله توب، له ترهګرۍ سره د مبارزې او د افغانستان په راتلونکي کښې د سیمې د ونډې د کلیدي کیدو په اړه خبرې اترې شوي دي.
سرچينه زياتوي، چې دا لیدنه کابل ته د ښاغلي عبدالله له ستنیدو سره سمه شوې ده.
عبدالله عبدالله وړمه ورځ د هندوستان د يوې نېمې مياشتې له سفر څخه وروسته بيرته کابل ته ستون شو.
دا ډول لیدنې او پر ټول شموله حکومت ټینګار په داسې حال کې دی چې طالبانو مخکښې د حکومت د ټول شموله کیدو ژمنې کولې، خو په وروستيو کې په دې اړه څه نه وايي.