د طالبانو ګڼ شمیر چارواکي حج ته تللي دي
(last modified Sun, 10 Jul 2022 23:28:14 GMT )
Jul 11, 2022 03:58 Asia/Kabul
  • د طالبانو ګڼ شمیر چارواکي حج ته تللي دي

شفقنا خبري اژانس وايي د افغانستان طالبانو خپل ګڼ شمیر مشران ، غړي او پلویان د حج لپاره سعودي عربستان ته استولي دي.

د طالبانو د مشرانو او د غړیو چې سعودي عربستان ته استول شوي دي دقیق شمیر نه دی اعلان شوی خو په اینټرنیټ پاڼو باندې خپاره شوي عکسونه د دې ښودنه کوي چې د حاجیانو په ونډه ورکولو کښې لومړیتوب د طالبانو غړیو او پلویانو ته ورکړل شوی دی.

د پژواک خبري اژانس لخوا د خپاره شوي فهرست پراساس د افغانستان د طالبانو یوسل یولس لوړرتبه چارواکي سعودي عربستان ته تللي دي.

د طالبانو د لومړي وزیر مرستیال ملا برادر ، د حقاني ډلې نامتو غړی انس حقاني ، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ، د دفاع وزارت مرستیال ملا فاضل مظلوم، د اطلاعاتو او د کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه د دغه ډلې هغه چارواکي دي چې حج ته استول شوي دي.

ویل کیږي چې د حاجیانو او زیارتوالو په انتخابولو کښې لومړیتوب د طالبانو ډلې غړیو او پلویانو ته ورکړل شوی دی.

ځینو رسنیو ویلي دي چې د روان کال په حج کښې د افغانستان ښځو ګډون نه دی لرلی او عیني شاهدان او تصویرونه هم دغه خبره تائیدوي.

روان کال د حج په مراسمو کښې د افغانستان ونډه دیارلس زره او پینځه سوه دوه اتیا تنه و .

 

ټیګونه