د افغانستان له ځینو نورو ولایتونو وروسته
کولرا ناروغي ميدان وردګو ته هم ورسیده
راپورونه وایي چې په دې وروستیو کښې کولرا ناروغۍ په ميدان وردګو ولايت کې د پراختيا په حال کې ده.
د وړاندې شويو شمېرو له مخې ویل شوي چې په تیرې يوه اوونۍ کې په ميدان وردګو کې د کولرا ناروغۍ (۵۰) مشکوکې پېښې ثبت شوي خو ویل کیږي چې تراوسه پورې تلفات نه لري.
د ميدان وردګو د عامې روغتيار ریاست په وینا چې په دغه ولايت کې د کولرا ناروغي د پراختيا په حال کې روانه ده چې د ميدان وردګو په ټولو روغتيايي مرکزونو کې د کولرا ناروغي د د ناروغانو د درملنې لپاره څانګي آماده شوي او په لرو پرتو او کليوالي سیمو کې د ناروغانو د درملنې لپاره ګرځنده روغتيايي ټیمونه موظف شوي دي.
د ميدان وردګو د عامې روغتيا ریاست د کولرا ناروغانو د درملنې لپاره د طبي تجهيزاتو ، دوا او درملو کمښت له مهمو ستونزو څخه بولي.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه دمیدان وردګو ولایت دعامې روغتیا د ریس مرکه ولرو خو بریالي نه شوو.
له دې وړاندې د افغانستان له زابل ولایت څخه داسې راپورونه خپاره شول چې په دې ولایت کې زرتنه شدیدې نس ناستې ته مخه کړې وه .