هلمند کښې چاودنې څلور ماشومان وژلي دي
(last modified Sun, 04 Sep 2022 01:47:16 GMT )
Sep 04, 2022 06:17 Asia/Kabul
  • هلمند کښې چاودنې څلور ماشومان وژلي دي

د افغانستان په هلمند ولایت کښې پرون مازیګر د شوې چاودنې له امله څلور زده کونکي ماشومان مړه شوي او دوه نور زخمي شوي دي

د افغانستان په هلمند ولایت کښې پرون مازیګر د شوې چاودنې له امله څلور زده کونکي ماشومان مړه شوي او دوه نور زخمي شوي دي

په هلمند کښې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رئیس حافظ راشد هلمندي وویل چې دغه چاودنه پرون ماسپښین د ناد علي ولسوالۍ په (هیواد بازار) سیمه کښې شوې چې په کښې څلور زده کونکي وژل شوي او دوه نور ماشومان زخمي شول.

هغه زیاته کړه چې چاودنه له جنګ څخه د پاتې پخوانۍ مرمۍ د ډزیدو له امله رامینځته شوې ده.

په هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور مشر وویل چې د یوې مدرسې شپږو زده کونکو یوه ناچاودې مرمۍ موندلې وه او په هغې یې لوبې کولې چې ناڅاپه پرې ډزیدلې ده.

 

ټیګونه