د حزب اسلامي مشر د انتقالي حکومت د جوړیدا غوښتنه وکړه
(last modified Mon, 03 Oct 2022 00:13:53 GMT )
Oct 03, 2022 04:43 Asia/Kabul
  • د حزب اسلامي مشر د انتقالي حکومت د جوړیدا غوښتنه وکړه

تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د طالبانو موقته حکومت ته په هیواد کښې د انتقالي حکومت د جوړولو لپاره یو نوی اوه ماده ییز پلان وړاندې کړ.

هغه پرون د انتقالي حکومت د جوړولو لپاره  طالبانو ته د اوه ماده ییز پلان په وړاندې کولو سره د طالبانو د حکومت او د افغانستان د نفوذ لرونکو ګوندونو ترمینځ د ګډې غونډې د ترسره کیدا غوښتنه وکړه.

د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار دغه راز په دې خبرې باندې ټینګار سره چې دغه غونډه باید په یوه بې پلوه هیواد کښې جوړه شي وړاندیز وکړ د ملګروملتونو استازي او خارجي هیوادونه  باید د دغه بهیر د ملاتړو او د څارونکو په توګه په دغه غونډې کښې ګډون وکړي.

هغه ټینګار وکړ په افغانستان کښې د طالبانو له موقته حکومت څخه واک باید په سوله ییز ډول او له کوم ځنډ پرته راتلونکي قانوني حکومت ته چې د نوي اساسي قانون سبب کیږي منتقل شي.

 

ټیګونه