ایران ته د افغانستان الوتنې دوباره پیل شوې
ایران ته د افغانستان د هوايي چلند د شرکت پروازونه پس له کابو یو کال وقفې، بیا پيل شول
دغه الوتنې په داسې حال کښې بحال شوې چې د سیاحت د برخې فعالانو د دواړو هیوادونو ترمینځ د وزیرې د ختمیدو غوښتنه کړې ده.
د ایرنا د خبر له مخې ایران ته د افغانستان د هوايي چلند د شرکت د الوتنې د رسمي افتتاح مراسم د سیاحت د چارواکو، د ایران د پارلیمان د یو شمیر استازو او د ایران د پولیسو د مهاجرت او پاسپورټ د برخې د مشر او هم داشان د افغانستان د سفارت د کنسول او نورو استازو او د آریانا افغان هواي چلند د شرکت د نمایندګانو په شتون سره ترسره شول.
آریانا ایرلاین به د هرې اونۍ به سه شنبې، چهارشنبې او جمعې ورځو ایران ته الوتنې ولري.
له دې مخکښې به د ایران او افغانستان ترمینځ نیغ په نیغه پرواز د ایران د یو هوايي چلند د شرکت له خوا ترسره کیده.