په افغانستان کې د پولیو ضد سرتاسري واکسن پیلیږي
د افغانستان په 22 ولایتونو کې له پنځو کلونو کمعمره ماشومانو ته د پولیو یا ګوزڼ د ناروغۍ ضد د واکسين کمپاین پیلیږي
افغانستان یوازنی هیواد دی چي لا هم د پولیو یا ګوزڼ ناروغي دې هیواد کې له مینځه تللې نه ده. جنګ او جګړې، د روغتیایې نظام کمزورتیا او د واکسن د ضرورت په هکله د عامه پوهاوی نه شتون دې هیواد کې د پولیو د دوام له عواملو څخه بلل کیږي.
په افغانستان کې د طالبانو د روغتیا وزارت اعلان وکړ چي په ۲۲ ولایتونو کې د پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د واکسن د لګولو کمپین د ملګرو ملتونو په همکاری سره پیل شوی دی.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړې ادارې یونېسف له افغانانو غوښتي چې خپل ماشومان د پولیو په وړاندې واکسین کړي او د ټول عمر لپاره یې له فلج څخه خوندي کړي.
په اوس وخت کې افغانستان او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي چې تر اوسه پولیو پهکې له منځه نهده وړل شوې.
له روان کال راهیسې په افغانستان کې د پولیو دوه نوې پیښې ثبت شوي او پاکستان د روان کال له پیل راهیسې د پولیو د شلو نویو پیښو خبر ورکړی چې ټولې یې په خیبر پښتونخوا ایالت کې ثبت شوي دي.