Oct 23, 2022 15:06 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې دخوړو بحران تر بوږنونکي حده رسیدلی دی

د سره صلیب نړیوالې کمیټې هم څه موده مخکې په یوې اعلامیې کې خبرداری ورکړی چې بې وځلي د افغانستان د ښاریزو لپاره یو جدي ګواښ دی.  

په افغانستان کې دخوړو دغه بحران په داسې حال کې دی چې  امریکا په افغانستان کې  دطالبانو قدرت ته له رسیدا وروسته په چټي پلمو سره دغه هیواد د ولس کابو لس میلیارډډالري شتمنۍ کنګل ا و مصادره کړي  چې ددوي وضعیّت ئې نور هم ترینګلی کړی دی.

دافغانستان شفقنا خبری آژانس راپور ورړ، د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پی) نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره  اعلان ړی دی ، په افغانستان کې  په هرو لسو کسانو کې نهه کسان کافی خواړۀ نشي برابرولی او مور پلار  د خپلو بچیانو لپاره د سالمو خوړو د برابرولو وس نه لري.

دبشری حقوقو دفاع کونکي موسیسې هم په همداوروستیو کې وئیلي دي ،په افغانستان کې نولس میلیون کسان په لوړه سویه له خوراکي ناکراریو سره لاس او ګریوان دي . په دغه راپور کې راغلی دي، یوازې په روان ۲۰۲۲کال کې  په افغانستان کې کابو څلوردیرش زره  ماشومان په ناوړه خوړو دککړتیا په علت په روغتونونو کې بستري شوي دي.

له بل پلوه  افغانستان د نړۍ دلوږې د ګراپ د لیسټ په  انتها کې واقع شوی  دی.د لوږې دنړیوال ګراپ د ترټولونوي راپور په اساس،افغانستان د نړۍ په یوسل یویشتو هیوادونو کې،دنړۍ د وږو هیوادونو یوسل نهم ځائیګی خپل کړی دی.په عین حال کې د سره صلیب نړیوالې کمیټې هم څه موده مخکې په یوې اعلامیې کې خبرداری ورکړی چې بې وځلي د افغانستان د ښاریزو لپاره یو جدي ګواښ دی.  

Image Caption

 

ټیګونه