په افغانستان کې د اسلامی پوهنتون د جوړیدا په تمه یوو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i123552-په_افغانستان_کې_د_اسلامی_پوهنتون_د_جوړیدا_په_تمه_یوو
د  افغانستان د طالبانو دموقته حکومت خارجه وزیر  داسلامی ملګرتیا موسیسې له ځانګړي استازي سره په کتنې کې په افغانستان کې د اسلامی پوهنتون دتاسیس په باب کوټلي خبرې وکړې.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 14, 2022 08:33 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د اسلامی پوهنتون د جوړیدا په تمه یوو

د  افغانستان د طالبانو دموقته حکومت خارجه وزیر  داسلامی ملګرتیا موسیسې له ځانګړي استازي سره په کتنې کې په افغانستان کې د اسلامی پوهنتون دتاسیس په باب کوټلي خبرې وکړې.

صدای افغان خبری آژانس راپور ورکړ،  د طالبانو د موقته حکومت دخارجه وزارت  ویندوی عبدالقهار بلخي  د یوې اعلامیې په خپرولو سره  ووئيل،  مولوي امیر خان متقي بیګا د اسلامی ملګرتیا موسیسې له ځانګړي استازي طارق بخیت سره خبرې اترې وکړې. 

بلخي  د ۲۰۲۴کال لپاره د اسلامی هیوادونود کلتوري پلازمینې په توګه دکابل ټاکنه  او په کابل کې ددغې موسیسې د دفتر درسمي پرانیستل ددغو لیدوکاتو اصلی چورلیزونه وبلل.

د اسلامی ملګرتیا موسیسې له خوا په افغانستان کې د اسلامی نړیوال پوهنتون تاسیس هم په دغو خبرواترو کې مطرح یو بل مورد ؤ.

بخیت  هم په دغې کتنې کې ووئیل،په  کابل کې ددغې موسیسې د دفتر له پرانیستې وروستهبه  دافغانستن ولس ته د انسان دوستۍ دمرستو وړاندې کول هم پیل شي.