د افغانستان طالبانو له چین سره د تیلو د ویستلو 25کلن تړون لاسلیک کړ
د امو تیلي حوزه د افغانستان له هغوشپږو نفتي حوزو یوه حوزه ده ، چې د فاریاب، سربل او جوزجان ولایتونو په ځینو ساحوکې موقعیت لري، د ترسره شویو څېړنو له مخې، د امو حوزه ۸۰ میلیون بیرل تېل لري چې کابو ۸۴ کاله مخکې د سویډن د متخصصینو لخوا کشف شوې وه.
زمونږخبریال راپور راکړ،د افغانستان دطالبانود سرپرست حکومت د کانونو او پیټرولیم وزارت له یوه چینایي شرکت سره د اموسین د حوزې د تېلو د استخراج یا ویستنط تړون لاسلیک کړ.
په راپور کې وئيل شوي دي،په ۱۳۹۰ لمریزکال کې له دغې حوزې د تېلو د ویستنې تړون د افغانستان د وخت د حکومت او د چین د تیلو ملي شرکت او وطن ګروپ سره لاسلیک شوی و،خو د ځینو دلایلو له امله یې کارونه ځنډول شوي وو.
دغه تړون پرون په لوړ دستورو کې د افغانستان د سرپرست حکومت د رسنیو مرکز کې ، د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر،او په کابل کې د چین سفیر وانګ یو په شتون کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست او د چینایي سي پیک CPEIC شرکت مسؤل،لاسلیک کړ.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب الدين دلاور په دغو دستورو کې ووئيل، په تېرو پنځوسو کلونو کې، افغانستان د دغه شان ستر او اقتصادي تړون د لاسلیک کولو شاهد نه و . هغه همداراز د تېلو د تثبیت شوې ځمکې مساحت ۴۵۰۰ کيلومتره مربع بللی چې د هېواد په درو ولايتونو (سرپل، جوزجان او فارياب) کې موقعيت لري.
سرپرست وزیر د معلوماتو له مخې؛ تر دې وړاندې هره ورځ له قشقري ساحې تر ۲۰۰ ټنه پورې تېل استخراج کېده، خو له دې وروسته به دغه شمیر تر ۱۰۰۰ او له هغه زیاتو ته ورسېږي.
هغه په کابل کې د چین له سفیره وغوښتل چې د عینکو مس کان، کارونه هم ژر تر ژره پیل کړي.
په دغو دستورو کې د افغانسان د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم، د آمو سيند د نفتي حوزې د استخراج تړون د لاسليک کولو ارزښت ته په اشارې وویل چې د دغه تړون په مرسته به د افغانستان اقتصاد لا پیاوړی او د تیلو له پلوه به پر ځان بسیا کېدو ته نږدې شي.
هغه، افغانستان د طبیعي سرچینو له پلوه د نړۍ یو بډای هېواد وباله او څرګنده یې کړه چې په افغانستان کې افغان- تاجک، آمو سیند، هرات، هلمند او کټواز کې د تېلو سترې حوزې شته چې د خامو تېلو تخمیني زېرمې یې ۱،۸ میلیارده بوشکو ته رسېږي.
په کابل کې د چين د سفير وانګ يو، په خپلو خبرو کې، د یاد تړون د بشپړ رعایتولو ډاډ ورکړ او څرګنده یې کړه چې د چینایي شرکت ټول کارونه به په معیاري ډول ترسره شي. داپه داسې حال کې د ي چې د طالبانو ویندوی ذبیح ا.. مجاهد هم په یوه ټولنیز پیغام کې وئيلي دي ،له چیني شرکت سره د تړون په اساس به په افغانستان کې په کال کې د یوسل پنځوس میلیون ډالرو په ارزښت پانګونه وکړ او دا تړون پنځه ویشت کلن دی او چیني شرکت به په راتلونکو درو کلونو کې په افغانستان کې تر کابو څلور نیم سوه میلیون ډالرو په ارزښت پانګونه وکړي.اوسمهال مونږ په دغې پروژې کې شل فیصدي ګډون لرو او ممکنه ده دغه اندازه تر پنځه اویا فیصدو پورې ورسیږي.