د افغانستان طالبان له چین سره دملګرتیا پراختیا ته ګروهمن دي
(last modified Tue, 10 Jan 2023 11:18:09 GMT )
Jan 10, 2023 15:48 Asia/Kabul
  • د افغانستان طالبان له چین سره دملګرتیا پراختیا ته ګروهمن دي

د طالبانو یو بل لوړروتبه چارواکي سیهل شاهین هم  له دې سره په یووخت په افغانستان کې د چین دپانګونې له زیاتیدا سره ګروهنه ښودلې  او وئیلي ئې دي،د افغانستان معدني سرچینو  ځان ته دچینیانو توجه جلب کړې ده او چین نیّت لري ،دغه لاس نه خوړلي سرچینې له کانونو راوباسي.

صدای افغان خبري آژانس راپور ورکړ،د طالبانو ویندوي ذبیح ا....مجاهد پرون ناوخته په کابل کې دچین له سفیر وانګ یو سره له کتنې وروسته ووئيل،چین له افغانستان سره په اقتصادي او سیاسی برخو کې  له خپلو ملګرتیاؤ ته ژمن شوی دی.

 هغه پخپل ټولنیز پیغام کې،د چین او افغانستان  سیاسی او اقتصادي اړیکې د خبرواترو چورلیز بللی او لیکلي ئې دي، له چیني لوري په افغانستان کې د لازیاتې پانګونې غوښته شوې ده.

 دوئيلو ده د طالبانو یو بل لوړروتبه چارواکي سیهل شاهین هم  له دې سره په یووخت په افغانستان کې د چین دپانګونې له زیاتیدا سره ګروهنه ښودلې  او وئیلي ئې دي،د افغانستان معدني سرچینو  ځان ته دچینیانو توجه جلب کړې ده او چین نیّت لري ،دغه لاس نه خوړلي سرچینې له کانونو راوباسي.

په تیرو دوو لسیزو کې د امریکااو انګلستان پوځي  اوسیاسی چارواکو ددغه هیواد د نیواک په پړاؤ کې ددوي کابو نیموڅخه زیات معدني سرچینې لوټ کړي او دغه هیواد ئې تقریبا کنګل کړی دی او واک ته د طالبانو د بیرته رسیدا په پلمه ئې بیا هم د افغانستان د ولس په میلیارډونو ډالری شتمنۍ کنګل او مصادره کړي او  پردغه جنګ ځپلی هیوادئې بندیزونه هم لګولي دي.

 

ټیګونه