د مایک پمپئو تورونو ته د حمد الله محب غبرګون
حمدالله محب د امریکې د پخواني خارجه وزیر مایک پمپیو تورونو ته غبرګون ښودلی دی
د پرزول شوي جمهوري نظام د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب د امریکا د بهرنیو چارو د پخواني وزير مایک پمپیو هغو تورونو ته غبرګون وښود، چې ولسمشر غني ېې د سولې مخالف او په درغليو واک ته رسېدلی بللی و
د تاند خبري سایټ په لیکنه؛ محب په يو لړ ټویټونو کې لیکلي چې د پمپیو څرګندونې ناسمې دي او څرګندوي چې د افغانستان د سولې بهير په اړه د امریکا سیاست له دروغو او ستونزو ډک و.
د نوموړي په وينا، د یادې ستراتیژۍ یوه برخه دا هم وه، چې افغانان باید د بهرنيانو په غلطیو ملامت کړل شي.
د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزير ولسمشر غني په ۲۰۱۹ کښې په ډاکټر عبدالله باندې د ټاکنو بايلونکی او د ټاکنو د پايلو غلا کوونکی هم بللی، چې د ښاغلي غني پلویانو ېې تورونه رد کړي دي.
مخکې د ولسمشر غني لومړي مرستيال امرالله صالح د امریکا د بهرنیو چارو د پخواني وزير په غبرګون کې ویلي وو:«ولسمشر غني واقعي سوله غوښته، خو امريکا د پردې تر شا راولپنډۍ ته د افغانستان د سپارلو پرېکړه کړې وه، څو خپله د اوکراین جګړې ته تياری ونيسي.»
د ولسمشر غني ځینو مخالفانو بیا د امریکایي لوري څرګندونې تاييد کړي او پر اشرف غني ېې سختې نيوکې کړي دي.