امریکا په افغانستان کې د داعش بشپړ ملاتړ کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i126558-امریکا_په_افغانستان_کې_د_داعش_بشپړ_ملاتړ_کوي
د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر  کابلوف پرون ناوخته ووئیل،امریکائي چارواکي په افغانستان کې  د اپوزیشن له ډلو ټپلو سره  پر تماس سربیره ،په پټه د داعش ترهه ګرې ډلې  مالي ملاتړونه هم کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 21, 2023 11:30 Asia/Kabul
  •   امریکا په افغانستان کې د داعش بشپړ ملاتړ کوي

د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر  کابلوف پرون ناوخته ووئیل،امریکائي چارواکي په افغانستان کې  د اپوزیشن له ډلو ټپلو سره  پر تماس سربیره ،په پټه د داعش ترهه ګرې ډلې  مالي ملاتړونه هم کوي.

د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي په افغانستان کې د داعش ترهه ګرې ډلې څخه  د امریکا په پټ مالی ملاتړ  د مشتملو شواهدو د شتون خبر ورکړ.

ایرناخبری آژانس  راپور ورکړ،د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر  کابلوف پرون ناوخته ووئیل،امریکائي چارواکي په افغانستان کې  د اپوزیشن له ډلو ټپلو سره  پر تماس سربیره ،په پټه د داعش ترهه ګرې ډلې  مالي ملاتړونه هم کوي.

کابلوف ټينګار وکړ، امریکایان دغه کار  دګټې لپاره نه ،بلکې د تاوان رسونې په موخې سره کوي څو په دغه جنګ ځپلي او کړیدلي ټاټوبي کې  سوله ټينګه نشي.

دمتحده ایالاتو ملاتړي افغان حکومت،د امریکا له وتلو دوه اونۍ مخکې نسکورشو او طالبانو د هیواد واګې یو ځل بیا د ۲۰۰۱کال په څير په لاسونو کې واخستې.

په افغانستان کې د امریکا دشل ګلن جنګ لګښتڅه دپاسه دوه ټریلیّن ډالر اټکل شوی. داپه داسې حال کې دي چې متحده ایالاتو په ۲۰۲۱کال کې  کابو دافغانستان  دملی امنیتی ځواک د تامینولو،روزلو،سبنالتیا، ساتنې او تامینولو باندې  کابو ۷۳میلیارډډالر خرڅ کړل،البته  په  نهایت کې  دملی امنیت ددفاعي تجهیزاتو او وسلو زیاتره برخه هم د  طالبانو منګولو ته ولویده.