په کابل کې د داعش پر یوه پټنځای عملیات ترسره شوي دي
د طالبانو د حکومت ویاند د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د داعش ترهګرې ډلې د یوه پټنځای د له منځه وړلو خبر ورکړی دی.
د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د افغانستان په مختلفو سیمو کې د داعش ترهګرې ډلې د بریدونو له امله سلګونه افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د کابل په ختیځ کې د ننګرهار ولایت په دې هېواد کې د داعش ترهګرې ډلې د فعالیتونو اصلي مرکز دی.
د افغان غږ خبري آژانس د راپور له مخې، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټوېیټ کې لیکلي:«د دوشنبې په شپه په کابل کې د داعش ډلې پر وړاندې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې، د دغې ډلې یو پټنځای په نښه او له منځه وړل شوی دی. د مجاهد په وینا، په دې عملیاتو کې یو شمېر داعش وسله وال وژل شوي دي.
د طالبانو ویاند زیاته کړې: دې ډلې د کابل په ځینو وروستیو بریدنو او جنایتونو کې لاس درلود.
د مجاهد په خبره، یوشمېر بهرني کسان هم د دوی په منځ کې دي.
دا په داسې حال کی ده چې ولسي سرچینې د کابل ښار په آتمې ناحیې کې د چاودنې او ورپسې د نښتې له رامنځته کېدو خبر ورکوي.