حکمتيار په تهران کې د طالبانو استازي ته د سفارت له سپارلو هرکلی کړی
حکمتیار څرګنده کړې؛ اړینه ده چي نور هیوادونه هم دغه لار تعقیب کړي.
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د یوه ټویټ په خپرولو سره؛ په تهران کې د طالبانو حکومت استازي ته د افغانستان سفارت له سپارلو هرکلی کړی او دا يې یوه ریښتونې او معقوله پریکړه بللې ده.
ګلبدین حکمتیار لیکلي؛ په تهران کې د افغانستان سفارت په اړه د ایران اسلامي جموریت پریکړه نه یوازې ریښتونې او معقوله ده؛ بلکې د ښه ګاونډیتوب غوښتنه هم همدا ده.
د حزب اسلامي مشر همدا راز زیاته کړې؛ دا قطعاً د توجیه وړ نه ده چې د افغانستان سفارت د غیر مسوولو کسانو په لاس کې وي، نه د کوم حکومت استازی او نه هم د خلکو له ملاتړه برخمن وي.
حکمتیار څرګنده کړې؛ اړینه ده چي نور هیوادونه هم دغه لار تعقیب کړي.
د یادونې وړ ده چي وړاندې تر دې روسیې، چین او پاکستان هم د افغانستان سفارتونه د اسلامي امارت استازو ته سپارلي دي.
که څه هم تر اوسه اسلامي امارت د کوم هېواد له خوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی؛ خو ځینې هېوادونه لکه چین، روسیه، ترکیه، پاکستان، ایران او ځينې نور په کابل کي ډیپلوماټیک فعالیتونه لري.