له طالبانو سره د موافقې لپاره د بن دوهمه غونډه باید جوړه شي
(last modified Tue, 07 Mar 2023 05:54:46 GMT )
Mar 07, 2023 10:24 Asia/Kabul
  • له طالبانو سره د موافقې لپاره د بن دوهمه غونډه باید جوړه شي

جمهور خبري اژانس راپور ورکړی د افغانستان د پخواني حکومت د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په برلین ښار کښې د جرمني د کولتوري ډیپلوماسۍ په موسسې کښې وویل:

 له طالبانو سره یوې سیاسي موافقې ته د رسیدا لپاره د ملګروملتونو تر څارنې لاندې د بن د کانفرنس په شان یوه غونډه ترسره شي او د افغانستان ټولې سیاسي ډلې باید پکښې ګډون ولري.

حنیف اتمر په هغو کسانو باندې چې ویلي یې دي طالبان باید د حقیقت په توګه ومنو او هغه وزغمو نیوکه کولو سره وویل: د طالبانو منل د سولې او د ثبات سبب نه کیږي.»

د افغانستان د پخواني حکومت د باندنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر زیاته کړه د خلکو د اساسي حقوقو او د ازادۍ سلبول به په هیواد کښې د طالبانو د حکومت د بې ثباتۍ سبب شي.

هغه ټینګار وکړ: د افغانستان د څنګ ته کیدا د ختمولو ، د بشردوستانه او د امنیتي کړکیچونو د حل لپاره د بین الافغاني خبرو اترو پیلول مهم دي.

حنیف اتمر وویل یوه سرزوري لیدتوګي د طالبانو تر بشپړه ماتي خوړلو پورې د دغه ډلې پرضد جنګ کول او له زور څخه استفاده ده خو دغه لیدتوګه غلطه ده ځکه چې مونږ په تیرو شلو کلونو کښې دغه موضوع تجربه کړي ده او هغه نتیجه چې غوښتله مو ترلاسه نکړه.

حنیف اتمر وویل د خلکو د اساسي حقوقو له رعایتولو او له ډیموکراسۍ پرته د حکومت روا والی ممکن نه دی له دې کبله باید د طالبانو په ګډون سره په افغانستان کښې یو نوی حکومت جوړ شي.

هغه وړاندیز وکړ چې د افغانستان د نوي حکومت د جوړولو او له طالبانو سره د سیاسي خبرو اترو د پیلولو لپاره باید د بن دوهمه غونډه ترسره شي.

 

ټیګونه