په افغانستان کې د زلزلې له امله سلګونه کورونه ویجاړ شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i129914-په_افغانستان_کې_د_زلزلې_له_امله_سلګونه_کورونه_ویجاړ_شوي_دي
د سه شنبې په شپه د ریښتر په کچه د ۶،۸ درجې یوې زلزلې د افغانستان او پاکستان بېلابېلې سیمې ولړزولې.
(last modified 2023-03-22T21:25:16+00:00 )
Mar 23, 2023 01:49 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د زلزلې له امله سلګونه کورونه ویجاړ شوي دي

د سه شنبې په شپه د ریښتر په کچه د ۶،۸ درجې یوې زلزلې د افغانستان او پاکستان بېلابېلې سیمې ولړزولې.

له کابل څخه زموږ د خبریال د راپور له مخې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دغې زلزلې له امله د افغانستان په بدخشان، بامیان ، پنجشیر پروان، کنړ، لغمان، ننګرهار، سمنګان او تخار ولایتونو کې ۶۶۵ کورونه په بشپړه یا جزوي توګه ویجاړ شوي دي.

د اوچا د راپور له مخې، په دې زلزله کې پنځه تنه مړه او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

په همدې حال کې د افغانستان د طالبانو حکومت له طبيعي پېښو سره د مبارزې وزارت په دغه زلزله کې د مړو شمير ۴ او د ټپيانو شمېر ٧٥ تنه اعلان کړ.

د پاکستان د زلزلې او جيولوجي ادارې د دغې زلزلې مرکز د افغانستان د هندوکش په غره کې د ۱۸۰ کيلومترو په ژوروالي کې اعلان کړی دی.

په همدې حال کې د پاکستان په خېبرپښتونخوا صوبې کې د بحرانونو مدیریت ملي ادارې د چهارشنبې په سهار اعلان وکړ چې په دې زلزله کې د دغه هېواد لس کسان وژل شوي او ۱۳۰ نور ژوبل شوي دي.