د خارجي ځواکونو جنایتونه دې وڅېړل شي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i130390-د_خارجي_ځواکونو_جنایتونه_دې_وڅېړل_شي
طالبانو په افغانستان کې د بهرنیو هیوادونو د ځواکونو د جنګي جنایتونو د څېړلو غوښتونکی شو.
(last modified 2023-03-30T07:19:12+00:00 )
Mar 30, 2023 11:47 Asia/Kabul
  • د خارجي ځواکونو جنایتونه دې وڅېړل شي

طالبانو په افغانستان کې د بهرنیو هیوادونو د ځواکونو د جنګي جنایتونو د څېړلو غوښتونکی شو.

په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د طالبانو د سرپرست حکومت وزیر خلیل الرحمان حقاني وایي: هغه هیوادونه چي په تېرو څلورو لسیزو کې په افغانستان کې جنګي جنایتونه کړي او افغانان یې په مختلفو نومونو سره وژلي دي، باید د نړیوالې محکمې له لورې محاکمه شي.

هغه ویلي چي شوروي نه نیولې او بیا تر امریکې، ناټو او د هغوی لاسپوڅې ټوله باید د افغانستان د ورانولو ځواب ووایي او محاکمې ته راکښ شي.

دا په داسي حال کې دې چي په تېرو کلونو کې د نړیوالې محکمې لویې څارنوالې فاتو بن سوډا غوښتلې په افغانستان کې د امریکایې ځواکونو په جنایاتو پلټنې پیل کړي چي د سپینې ماڼۍ له سخت غبرګون سره مخ شوه، تر دې چي له خپلې دندې هم ګوښه شوه.