طالبانو افغانستان له نړيوالې انزوا سره مخامخ کړی
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان مخکېنی ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د طالبانو حکومت افغانستان له نړيوالې انزوا سره مخ کړی دی.
نوموړي د کمکي اختر په مناسبت په يوه غږيز پيغام کې چې د ده پر فېسبوک پاڼه خپور شوی ویلي، په هېواد کې بشري وضعيت په جدي توګه د خرابېدو په حال کې دی او تر دې دمه يوازې بشري مرستو د بشپړ بحران مخه نيولې ده.
ښاغلي غني د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو د کار پر بنديز هم نيوکه کړې او دا يې په عملي توګه له ټولنيز او اقتصادي ژوند څخه د مېرمنو د ايستلو بهير ياد کړی دی.
ښاغلي غني ويلي، "دا کړنې د ځانګړو محاسبو له مخې کېږي" چې د نوموړي په وينا هېواد مطلق انزاو ته ولاړ شي.
ښاغلي اشرف غني دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې چې تر دې مهاله هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او په ګڼو نړیوال ناستو کې د افغانستان په استازولۍ څوک نه وربلل کېږي.
دا وروستیو کې د ملګرو ملتونو مرستیالې مشرې ويلي، په راتلونکو دوو اونيو کې د افغانستان د وضعيت په اړه د يوې نړيوالې غونډې د جوړولو تکل لري چې د طالبانو د رسمیت پېژندنې په تړاو به هم په کې خبرې وشي.
پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په خپله وینا کې د سولې خبرو يادونه هم کړې ده او ويلې يې دي، "موږ څلور کاله مخکې د باعزته سولې چوکاټ وړاندې کړ، که په هغه اساس له شرطونو پرته ملې خبرې شوې وای او په ګډه د حکومت بڼه ټاکل شوې وای، نن د به دا مشکلات نه وو."
نوموړي زياته کړې، "فرصت کاملا له لاسه نه دی وتلی، بايد بېرته هماغه چوکاټ ته ستانه شو او د ملت د ګټو له مخې حقيقي ملي سوله راولو چې پر عدالت او مساوات ولاړه وي."
مخکينی ولسمشر چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته، په متحده عربي اماراتو کې اوسېږي، په خپل پيغام دا هم ویلي چې "طالبان د پښتنو استازیتوب نه شي کولای."
نوموړی په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته په پيغام کې ویلي چې د واګو "انحصار" دې نه کوي، چې د هغه په ټکو د "تباهۍ لار ده."
پر طالبانو یوه نېوکه دا کېږي چې په حکومت کې یې له یوې مخې د خپل فکر خلک ګومارلي او هېڅ ښځې ته یې په کابینه او یا هم مهمو څوکیو کې ځای نه دی ورکړی.
د طالبانو حکومتي چارواکي بیا ټینګار کوي چې حکومت کې یې "د هر قوم خلک شته."