د طالبانو مشران په تر ټولو شتمنو کسانو بدل شوي دي
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني د کوچني اختر په پیغام کښې په طالبانو باندې نیوکې سره وویل د طالبانو مشران د یاغي حرکتونو په تاریخ کښې په ټولو شتمنو کسانو بدل شوي دي.
هغه پرون د افغانستان خلکو ته د کوچني اختر په پیغام کښې وویل په داسې حال کښې چې په هیواد کښې عمومي بې وزلۍ زیاته شوي ده د طالبانو د مشرانو شتمنۍ د ملي عوایدو له غیر قانوني ډول پټولو سره یوځاې د وسلو او د نشه ئیزو توکو د قاچاق له لارې لاس ته راځي.
اشرف غني د افغانستان طالبان داسې ډله وبلله چې د اسلام دین په نوم یې د افغانستان خلک یرغمل کړي دي.
هغه وویل د افغانستان بشري حالت په خرابید دی او یوازې بشردوستانه مرستو د یوه بشپړ کړکیچ مخه نیولي ده.
په عین حال کښې د طالبانو د موقته کابینې مشر محمد حسن اخوند د کوچني اختر په پیغام کښې طالبان د ملت یو خادم نظام وباله او ویې ویل ابادۍ ، بیارغونه او ځان بسنه د طالبانو د حکومت لومړیتوب دی.