طالبانو یوځل بیا د ایران د اوبو حق ته د دغې ډلې پر ژمنوالي ټینګار وکړ
د طالبانو د لنډمهاله حکومت مرستیال ویاند د هلمند له سینده د ایران د اوبو د حق پوره کیدل د دغې ډلې یو وړومبیتوب وباله
افغانستان د ۱۳۵۱ کال د معاهدي په چوکاټ کښې د هلمند له سیند څخه د ایران د اوبو د حق د ورکولو ژمنه کړې ده.
د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان وړمه ورځ په دغې معاهدې باندې د طالبانو د حکومت په ژمن پاتې کیدو ټینګار کړی او ویلي یې وو: د افغانستان واکمن حکومت د دغه هیواد د تیرو چارواکو په اپوټه د ایران د اوبو په حق باندې ټینګار لري.
طالب چارواکو د ایران د خارجه وزیر له څرګندونو وروسته یوځل بیا د دغې معاهدې خیال ساتنې ته خپله ګروهنه څرګنده کړه.
صدای افغان خبري آژانس لیکلي چې د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي ویلي دي: د طالبانو موقته حکومت د هیرمند د اوبو په هکله د ۱۳۵۱ کال په معاهدې ژمن دی.
هغه د یاد تړون به اجرا کښې د ځینو ستونزو رامینځته کیدل د وچکالۍ او له امله یې د هیرمند د اوبو د کمیدو په وجه وبلل.