په افغانستان کې د ترافیکي پېښو زیاتوالي په اړه د هیندارې ځآنګړې خپرونه دلته واورئ
(last modified Thu, 27 Apr 2023 05:44:33 GMT )
Apr 27, 2023 10:14 Asia/Kabul

په افغانستان کې د ترافیکي پېښو زیاتوالي په اړه د هیندارې ځآنګړې خپرونه دلته واورئ د خپرونې میلمانه: ټولګټو چارو وزارت ویاند مولوي حمیدالله مصباح، تحلیلګر ښاغلی منیر عبدالرحیمزی، لیکوال او ژورنالیست امید حیران د خپرونې کوربه : عطاءالله خوږیاڼی

په افغانستان کې د جګړو، تاوتریخوالي او نورو سربېره ترافیکي پېښې هغه ستر لاملونه دي چې له امله یې د دغه هېواد ګڼ شمېر وګړي مړه او ټپیان کیږي، د بنسټونو او لویو لارو خرابوالی، د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي او قوانینو او خوندیتوب ته نه پام او حتی د نشې په حالت کې موټر چلول ځینې هغه عوامل دي چې په افغانستان کې یې خلک د ترافیکو پې‍ښ‍و او مرګ ژوبلې د ډېروالي لامل ګڼي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ترافیکو ادارې خبر ورکړی وو چې د تېر لمریز کال په لومړیو لسو میاشتو کې د دې هېواد په ترافیکي پېښو کې نژدې نهه سوه کسان مړه شوي چې د وړم ټول کال پرتله لوړه شمېره ده، خو اټکل کیږي چې دغه شمېره سږ کال نوره هم لوړه شي.

دغه اداره وايي د تېر کوچني اختر درې ورځې په دغه هېواد کې ۳۵ ترافیکي پېښو کې شل کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپي شوي دي او د دغه پېښو اکثریت قربانیانو کې ښځې او ماشومانو هم شامل دي، خو د افغانستان په ختیځ کې به د ننګرهار د عامې روغتیا وزارت ویلي چې دغلته د اختر درې ورځې په ترافیکې پېښو کې یوه کوچنۍ نجلۍ وژل شوې او ۱۲۱ کسان ټپي شوي دي.

باور دا دی چې په افغانستان کې ټولې ترافیکې پېښې او له دې کبله اوښتونکې مرګ ژوبله ښايي ثبت هم نه شي. پر افغانستان سربېره له پاکستان، هند، بنګله دېش او د سیمې له نورو هېوادونو هم وخت ناوخت د مرګونو ترافیکي پېښو راپورونه ورکول کېږي.

د شمېرو له مخې هر کال ټوله نړۍ کې ۱ اعشاریه ۳ میلیون کسان پر سړکونو ترافیکې پېښو کې وژل کېږي او تر ۵ میلیونو نور ټپیانېږي.

سره له دې چې په افغانستان کې خلک ترافیکي قوانین او اصول په ډیره کمه کچه مراعت کوي، خو په خاصو مراسمو کې بیا د دې پېښو شمېر په بې سارې ډول زیاتیږي، ودونو کې له یو بل څخه د موټرو مخکې کول، د موټر سایکلونو او موټرو ګړندۍ تګ، د لویو بار وړونکو موټرو، ریکشاوو او نورو بې احتیاطي په دغه هېواد کې د ترافیکي پېښو د رامنځته کېدو ستر لاملونه ګڼل کیږي.

موږ هم د تهران راډیو د هیندارې خپرونه په افغانستان کې ترافیکي پېښو رامنځته کېدو لاملونو او د پېښو د مخنیوي په موخه وړاندیزونو ته ځآنګړې کړې.

په خپرونه کې را سره د ټولګټو چارو وزارت ویاند مولوي حمیدالله مصباح، تحلیلګر ښاغلی منیر عبدالرحیمزی، لیکوال او ژورنالیست امید حیران میلمانه دي، د سرپرست حکومت د ترافیکو عمومي ریاست او د عامې روغتیا وزارت ویاند سره به مو هم پرلپسې اړیکې وکړې، خو بریالي نشو چې دوی څخه د خپلو پوښتنو ځوابونه تر لاسه کړو. نو هیله ده چې تاسې اوسنۍ خپرونه را سره تر پایه واورئ.

 

ټیګونه