ننګرهار کې په څه باندې ۸ زره جریبه ځمکه هندواڼې او خټکي کرل شوي
(last modified Tue, 02 May 2023 06:14:57 GMT )
May 02, 2023 10:44 Asia/Kabul
  • ننګرهار کې په څه باندې ۸ زره جریبه ځمکه هندواڼې او خټکي کرل شوي

چارواکي وایي، د ننګرهار کانال اړوند په څلور ګونو فارمونو کې د خصوصي سکتور له لورې په ۸۰۳۸ جریبه ځمکه باندې هندواڼې او خټکي کرل شوي او اټکل کیږي چې د تېر کال په پرتله یې حاصلاتو کې څو چنده زیاتوالی راشي.

ننګرهار کې په څه باندې ۸ زره جریبه ځمکه هندواڼې او خټکي کرل شوي

چارواکي وایي، د ننګرهار کانال اړوند په څلور ګونو فارمونو کې د خصوصي سکتور له لورې په ۸۰۳۸ جریبه ځمکه باندې هندواڼې او خټکي کرل شوي او اټکل کیږي چې د تېر کال په پرتله یې حاصلاتو کې څو چنده زیاتوالی راشي.

د دغه ولایت د کانال شرکت مطبوعاتي مسؤل سید همایون غریبمل تهران غږ راډیو ته وویل، تېر کال یې په شاوخوا درې زره جریبه ځمکه هندوانې او خټکی کرلي وو چې ۱۴۶۷۰ ټنه حاصل ترې تر لاسه شوی وو، خو سږ کال د خصوصي سکتور له لورې په ۸۰۳۹ جریبه ځمکه باندې هندواڼې او خټکي کرل شوي شوي او اټکل کیږي چې حاصلات یې څو چنده زیات شي.

هغه سږ کال د حاصلاتو د زیاتوالي له امله د خصوصي سکتور له لورې غوره پانګونه، کرنیزې ځمکې پراختیا او په منظم ډول یادو حاصلاتو ته د اوبو رسول په ګوته کړل.

د یادونې وړده چې د ننګرهار څخه هندواڼې او خټکي نورو ولایتونو ته هم صادریږي او د حاصلاتو پر مهال زرګونه کسان له کاري فرصت څخه هم برخمن کیږي.

 

ټیګونه