د مۍ درېیمه د رسنیو د ازادۍ نړیوالې ورځې سره برابره ده، په همدې اړه هینداره خپرونه دلته واورئ
(last modified Mon, 08 May 2023 06:39:06 GMT )
May 08, 2023 11:09 Asia/Kabul

د مۍ درېیمه د رسنیو د ازادۍ نړیوالې ورځې سره برابره ده، په همدې اړه هینداره خپرونه دلته واورئ د خپرونې میلمانه: د طالبانو حکومت پر رسنیو د څآر برخې رئیس مولوي عبدالحق حماد، په افغانستان کې د ازادو خبریالانو د ملاتړ ټولنې یا نۍ دفتر مشر ظریف کریمي او په ننګرهار کې د ژورنالیزم پوهنځي زده کړیاله اغلې زمزمه امیني د خپرونې کوربه: عطاءالله خوږیاڼی

د مۍ درېیمې د رسنیو د ازادۍ نړیواله ورځې سره برابره ده، له دغه ورځې څخه په افغانستان او نړیواله کچه نمانځه کیږي، د افغانستان د خبریالانو مرکز د رسنیو د ازادی د نړیوالې ورځې په مناسبت، په یوه راپور کې ویلي چي د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي  ۶۴ سلنه زیات شوي او په رسنیو محدودیتونه لګېدلي دي.

د ياد مرکز د شمېرو پر بنسټ، د ۲۰۲۲ کال له مې څخه تر ۲۰۲۳ کال مې مياشتې پورې په افغانستان کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي، ګواښونو او نیول کېدو ۲۱۳ پېښې ثبت شوي چې له هغه مخکې په ۱۲ میاشتو کې ۱۳۰ پېښې وې.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په خپل راپور کې دا هم ویلي چې د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري مياشتې پر ۲۴مه د پخواني جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته، په افغانستان کې د ۶۰۰ فعالو رسنیو څخه نیمايي یې د طالبانو حکومت له‌خوا د لګول شویو کاري محدودیتونو او اقتصادي ستونزو له امله تړل شوي دي.

خو د طالبانو حکومت وخت په وخت ویلي چې د دوی په وینا ملي ګټو ته په ژمنتیا سیره د رسنیو ازادۍ ته ژمن دي او په دې برخه کې خورا زیاتې لاسته راوړنې هم لري، اخوا په نړیواله کچه په ځآنګړې ډول په غرب او امریکا کې د رسنیو د ازادۍ څخه وخت په وخت د خپلو شومو ګټو لپاره ناوړه ګټه اخیستل شوې او لا هم دا چاره جریان لري.

دا چې په افغانستان کې اوس رسنۍ څومره ازادي لري، کومو برخو کې ستونزو سره مخ دي، بنسټونو څومره همکارې کړې او په نړیواله کچه د رسنیو ازادي څه ډول ده، په اوسنۍ هینداره خپرونه کې پرې بحث کوو.

په بحث کې را سره د طالبانو حکومت پر رسنیو د څآر برخې رئیس مولوي عبدالحق حماد، په افغانستان کې د ازادو خبریالانو د ملاتړ ټولنې یا نۍ دفتر مشر ظریف کریمي او په ننګرهار کې د ژورنالیزم پوهنځي زده کړیاله اغلې زمزمه امیني میلمانه دي، هیله ده خپرونه را سره تر پایه واورئ.

 

ټیګونه