له طالبانو سره د پاکستان اړیکې مشروطه دي
(last modified Sun, 14 May 2023 05:11:49 GMT )
May 14, 2023 09:41 Asia/Kabul
  • له طالبانو سره د پاکستان اړیکې مشروطه دي

تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان په بهرنیو چارو کښې سلاکارې وزیرې میرمن حنا رباني کهر د افغانستان د طالبانو له حکومت سره د اسلام اباد تعامل او اړیکې د تحریک طالبان پاکستان ډلې په موضوع باندې له غور کولو سره مشروطه وبللې.

هغې پرون له «جیونیوز» ټیلي ويژن سره په مرکه کښې وویل د افغانستان د طالبانو حکومت باید په عمل کښې ثابته کړي چې تحریک طالبان پاکستان ډله د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان لپاره هیڅ ګواښ نلري.

پاکستان په داسې حال کښې د افغانستان د طالبانو له حکومته د تحریک طالبان پاکستان ډلې لخوا د افغانستان له خاورې د نه استفادې کولو تضمین غواړي چې کابل تل ټینګار کړی دی چې هیڅ ډلې ته د هیڅ هیواد پرضد د افغانستان له خاورې د استفادې اجازه نه ورکوي.

تیره اونۍ د افغانستان د طالبانو د باندنیو چارو وزیر امیر خان متقي په پاکستان کښې په یوه خبري کانفرنس کښې د اسلام اباد او د تحریک طالبان پاکستان ډلې ترمینځ د خبرو اترو د له سره پیلیدا غوښتنه کړي وه.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې میرمن ممتاز زهرا بلوچ دغه غوښتنې ته په غبرګون کښې له تحریک طالبان پاکستان ډلې سره د خبرو اترو د له سره پیلولو احتمال رد کړ.

هغې وویل له داسې ترهګرو ډلو سره  به چې د پاکستان د اساسي قانون او د قوانینو احترام نه کوي هیڅ ډول  خبرې ونشي.

 

ټیګونه