افغانستان نن سبا د هیڅ یوه هیواد لپاره کومه خطره نه ده
د طالبانو حکومت پخپلې ژمنې ټينګ ولاړ دی چې هیچا ته اجازت نه ورکوي،د نورو هیوادونو امنیت د افغانستان له خاورې وګواښي او د افغانستان له خاورې دنورو هیوادونو لپاره کوم ګواښ راولاړ کړي.
د افغانستان د طالبانو د حکومت ویندوي یو ځل بیا ووئيل، هیچا ته اجازت نه ورکوي، د افغانستان له خاورې د بل هیواد په ضد استفاده وکړي.
زمونږخبریال دشفقنا خبری آژانس له قوله راپور راکړ، د افغانستان د طالبانو د حکومت ویندوي ذبیح ا... مجاهد پورن ناوخته په یولړ څرګندونو کې ووئيل،طالبان چاته اجازت نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د بل ګاونډي هیواد په ضد استفاده وکړي.
مجاهد زیاته کړې ده،د طالبانو حکومت پخپلې ژمنې ټينګ ولاړ دی چې هیچا ته اجازت نه ورکوي،د نورو هیوادونو امنیت د افغانستان له خاورې وګواښي او د افغانستان له خاورې دنورو هیوادونو لپاره کوم ګواښ راولاړ کړي.
داپه داسې حال کې دي چې د قزاقستان او پاکستان په شمول ځینو ګاونډیانو په کرتو وئيلي دي ، چې د افغانستان له خاورې د ترهه ګرو له حملو سره مخ دي، د اسلام اباد حکومت تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي ترهه ګره ډله ددغه هیواد د امنیتی ترینګلتیاؤ مسئوله ګڼلې ده چې په افغانستان کې روزونکي مرکزونه لری او مسئولان ئې هم په افغانستان کې دي .خو طالبان بیا دغه ادعاګانې په زغرده ردوي.