د افغانستان په هرات ولایت کې د انجونو زده کړو بهیر بیرته پيل شو
(last modified Tue, 16 May 2023 23:23:34 GMT )
May 17, 2023 03:53 Asia/Kabul
  • د افغانستان په هرات ولایت کې د انجونو زده کړو بهیر بیرته پيل شو

داپه داسې حال کې دي چې  د افغانستان د طالبانو د حکومت د معارفو وزارت سرپرست په همداوروستیو کې وئيلي وو، تر دې دمه شرائط د  افغان انجونو د زده کړې لپاره برابر شوي نه دي.

تسنیم خبری آژانس  راپور ورکړ،د افغانستان په  لویدیځ کې په هرات ولایت کې سرچینو وئیلي دي ،په دغه ولایت کې د زده کړې د مرکزونو یو شمیر مسئولانو د جنسیّتي تفکیک د پلان په  منلو سره اعلامیه صادره کړې چې   دانجونو او هلکانو د درسي کلاسونو په جلا کولو سره ئې د انجونو پّ وړاندې د زده کړې مرکزونه پرانیستي دي.

داپه داسې حال کې دي چې  د افغانستان د طالبانو د حکومت د معارفو وزارت سرپرست په همداوروستیو کې وئيلي وو، تر دې دمه شرائط د  افغان انجونو د زده کړې لپاره برابر شوي نه دي.

له دې مخکې  د ملګروملتو  سرمنشي آنتونینو ګوتریش هم  دبشری حقوقو شورا ته په یوه راپور کې وئيلي وو ،چې د افغانستان طالبانو دغه هیواد په نړۍ کې په یوازیني هیواد بدل کړی چې انجونې پکې له زده کړو منع کړئ شوي دي.

په عین حال کې په افغانستان کې د ملګروملتو د پلاوي ـ(یوناما)  مرستیال  مارکوس پوټزل  هم  په درست افغانستان کې د انجونو د ښونځیو د بشپړ پرانیستل کیدا غوښته کړې ده .طالبانو په افغانستان کې  واک بیرته له ترلاسه کولو وروسته هڅه پیل کړې چې نړیوال رواوالی ترلاسه کړي خو دنړیوالې ټولنې له طالبانو ترټولو مهمې غوښتې د ټولشموله حکومت جوړیدا د میرمنواو انجونو پشمول د بشری حقوقو بشپړ رعایتول  او له ترهه ګرۍ سره لاس پرې کول  دي.

 

ټیګونه