د طالبانو د حکومت د مشر ملا محمد حسن اخوند استعفا او د ځاې ناستي ټاکل کیدا:-
د افغانستان سرچینو د طالبانو د حکومت د مشر ملا محمد حسن اخوند د استعفا او د هغه د ځاې ناستي د ټاکل کیدا خبر ورکړ.
راپورونه وايي چې د طالبانو مشر ملا هیبت الله اخوند زاده مولوي عبدالکبیر د ملا محمد حسن اخوند د ځاې ناستي او د طالبانو د حکومت د سرپرست په توګه ټاکلی دی.
مولوي عبدالکبیر د ملا محمد حسن اخوند سیاسي مرستیال و.
که څه هم داسې ښکاري د ملا محمد حسن اخوند د څنګ ته کیدا پلمه د هغه ناروغۍ کیدل بلل شوي خو د طالبانو دننه د اختلافاتو د دوام انعکاس کیدلای شي.
ځکه چې په یوې کلي کتنې کښې په تیرو دوو کلونو کښې د طالبانو دریو بهیرونو د یوه بل په څنګ کښې ګډ سوله ئیز ژوند لرلی دی چې په قندهار کښې مذهبي لوري ، په کابل کښې سیاسي لوري چې له ملا برادر څخه جوړ دی له پوځي او امنیتي برخې سره یوځاې چې داسې ښکاري د حقاني ډلې په اختیار کښې دی او یوه برخه یې هم د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر د زوي په اختیار کښې ده.
له دې کبله دغه احتمال چې بیلابیلو برخو د طالبانو د موقته حکومت د مشر خبرو ته غوږ نه دی اچولی یا دا چې هغه نه دی توانیدلی چې د پوځي او د امنیتي او د سیاسي واکمن پلاوي دننه ضروري غږملتیا رامینځته کړي له ذهنه لیرې ښکاري.
د افغانستان د مسائیلو کارپيژاند فرحاد امین په دې هکله وايي له هماغه لومړیو څخه معلومه وه چې د طالبانو د بیلابیلو لورو ترمینځ د نظرونو اختلاف شته او د طالبانو د موقته حکومت د مشر په توګه د ملا محمد حسن اخوند انتخابیدل د طالبانو د نورو چارواکو په پرتله د طالبانو د سیاسي سپین ږیرو مشرانو لخوا د حکومت دننه د انسجام د رامینځته کولو لپاره هڅه وه.
ویل کیږي محمد حسن اخوند له تیرو څلویښتو ورځو راهسې په قندهار کښې دی.
هغه چې دوه اویا کلن دی د دوه زره یویشتم میلادي کال له اګست میاشتې څخه د طالبانو ډلې واک ته له رسیدا وروسته د طالبانو د موقته حکومت د مشر په توګه انتخاب شوی و.
محمد حسن اخوند په نویمې میلادي لسیزې کښې د طالبانو په تیر حکومت کښې د خارجه وزارت څوکۍ پرغاړه لرله.
په دوه زره لومړي میلادي کال کښې د طالبانو د حکومت له نسکوریدا وروسته تر دې وړاندې چې د طالبانو د حکومت مشر شي د طالبانو ډلې د رهبرۍ د شورام مشر و.
پر دې اساس هغه د طالبانو دننه یو ډول د مشرتوب او د سپین روبي حالت درلود چې شرایط یې کوټلي کولای شو خو داسې ښکاري چې ملا محمد حسن اخوند له نړیوالو ټولنو سره د اړونده او د داخلي مسلائیلو په هکله د فیصلو د ترسره کولو لپاره ضروري اختیار نه درلود.
دا په داسې حال کښې دي چې ټولې خارجي او داخلي غوښتنې او هیلې د طالبانو د موقته حکومت د مشر په توګه هغه ته مطرح کیدلې او هغه هم د هیلو د پوره کولو او د غوښتنو د پوره کولو لپاره هیڅ ضروري اختیار او واک نه درلود.
د افغانستان د مسائیلو کارپيژاند سروش امیري په دې هکله وايي په قندهار کښې د طالبانو د مشر په توګه د ملا هیبت الله اخوند زاده دیره کیدل او د طالبانو د فیصلو د ترسره کولو په مرکز باندې د دغه ښار په بدلولو سره داسې ښکاري چې دغه چاره د فیصله ترسره کونکي او اجرايي ادارې ترمینځ د واټن د رامینځته کیدا سبب شوي ده.
په هر حال د طالبانو اجرايي چارواکي د فیصلو د ترسره کولو او اجرا لپاره له سختو شرایطو سره مخامخ کیږي چې باید باید خارجي او داخلي غوښتنو ته ځواب ویونکي ووسي.
په هرحال که چیرې د داخلي اختلافاتو پراساس د ملا محمد حسن اخوند د څنګ ته کیدا د علت په هکله ګونګوسې رښتیا وي نو ویلی شو په دې هکله مخکني اټکلونه سم وو او همدا اوس دغه اختلافات د څرګندیدا په حال کښې دي په تیره بیا دا چې د ملابرادر لوری د طالبانو د سیاسي برخې په توګه چې په قطر کښې یې له امریکا سره د طالبانو په خبرو کښې رول درلود عملا څنګ ته کړی شوی دی او د فیصلو د ترسره کولو لپاره د ضروري وس نه لرونکی سیاسی لوری دی.
په همدې دلیل د افغانستان د سیاسي چارواکو لخوا ډیر مسائیل مطرح دي او حتی په څو پړاونو کښې د هغوې غونډې ترسره کیږي خو هیڅ ضروري نتیجه نلري.
له دې کبله داسې ښکاري د افغانستان د طالبانو مشر د ملا محمد حسن اخوند د څنګ ته کیدا یا لیرې کیدا په منلو سره هڅه کړي ده د یوه لا ځوان او پاکستان او حقاني ډلې ته د نږدې کس په انتصابولو سره د طالبانو د موقته حکومت په اجرايي چارو باندې ډیر کنټرول او سلطه ولري.