دافغانستان په میدان وردګ ولايت کې د څارویود خاوندانو د ملاتړ په موخه مرکزونه جوړېږي
د میدان وردګو ولايت په (سید آباد، چک او نرخ) ولسواليو کې د هالینډ DC کمېټې په مالي ملاتړ د (۴٠٠) زره افغانیو په ارزښت د څارویو لرونکو کسانو د ملاتړ په موخه به (۴) مرکزونه جوړشي.
د میدان وردګو ولايت په (سید آباد، چک او نرخ) ولسواليو کې د هالینډ DC کمېټې په مالي ملاتړ د (۴٠٠) زره افغانیو په ارزښت د څارویو لرونکو کسانو د ملاتړ په موخه به (۴) مرکزونه جوړشي.
د ياد ولایت د کرنې، اوبولګولو ریاست د مالدارۍ چارو آمر محمد الله شهيدزي رسنيو ته وویل، چې د هالنډ کمېټې له لوري په یادو ولسوالیو کې د( ۴٠٠) زره افغانیو په مصرف (۲) د شيدو راټولولو او انتقال او (۲) د حیواناتو د خوراکې جوړولو مرکزونه جوړېږي.
د شهيدزي په وینا داسې ویل ویل شوي چې یادو( ۴) مرکزونو د جوړولو چارې تجربه لرونکو کسانو ته وسپارل شوي .
بل لور د شیدو د راټولولو مرکز مسوول منیر احمد ویلي چې د شیدو محصولاتو را ټولولو مرکز لا ډېرو امکاناتو ته اړتیا لري او غوښتنه یې وکړه چېپه ياد ولایت کې دې د محصولاتو د پروسېس لپاره معیاري مرکزونه هم جوړ شي.
باید وویل شي چې افغانان د څاروی په ساتلو او پالنه کې خورا وړتیا او مهارت لري او ډیری افغانان خپله حلاله روزي له همدې لارې لاسته راوړي.