ننګرهارکې د سوالګرو راټولیدو پروسه پیل شوه
(last modified Sun, 21 May 2023 09:24:52 GMT )
May 21, 2023 13:54 Asia/Kabul
  • ننګرهارکې د سوالګرو راټولیدو پروسه پیل شوه

چارواکي وايي، په ننګرهار کې یې د سوالګرو را ټولیدو کمپاین پی کړی چې له مخې به یې اړمن او حرفوي سوالګر جلا او ورته به راتلوونکی برخلیک معلوم کړي.

د ننګرهارولایت په مرکز جلال اباد ښارکې د سوالګرو د راټولولو لړۍ د سرې میاشتې ټولنې له لورې پېل شوه

 په ختیزو ولایتونوکې د یادې ټولنې استازی احسان الله ممله وال وایي د ښار له واټونو څخه یې د سوالګرو راټولولو په لومړۍ ورځ لسګونه سوالګرو چې نارینه ، میرمنې او ماشومان پکې شامل دي راټول کړل .

نوموړی وایي راټول شوي سوالګر په لومړي سر کې له وړاندې په نښه شوي مرکز ته بیایي او هلته یې د هر اړخیزې څیړنې له مخې اړمن او حرفوي سوالګر سره جلا کوي چې اړمن کسانو سره به په میاشتنې ډول مرسته ترسره کیږي.

احسان الله ممله وال وایي د راټولو شوبو سوالګرو بایومیتریک هم ترسره کیږي او هغه ماشومان چې عمرونه یې له اتلسو کالو کم وي هغوې به د کار او ټولنیزو چارو ریاست ته وسپاري چې هلته به د ښوونځي پر زده کړو سربیره حرفوي زده کړې هم ورکول شي.

جلال اباد ښاریان هم د ښار په واټونوکې د سوالګرو ډبرښت اندیښمن کړي او  وایي دوی ته ګرانه ده چې د اړمنو او حرفوي سوالګرو تر منځ توبير وکړي.

د ښار دوه تنه اوسیدونکي د سوالګرو د راټولولو د پروسی پر پیل خوښ دي او وایي له اړمنو سوالګرو سره دې دوامداره مرستې ترسره شي.

 د فهیم په نوم یو معیوب چې په بازار کې خیر غواړي، وایي، چې شاوخوا یو نیم کال کیږي چې سوال کولو ته یې مخه کړې او زیاتوي، د کورنۍ نفقه ورترغاړې ده او د ګټې وټې څو ک نه لري.

هغه له حکومت نه د اړتیا وړ مرستو سربیره د سرپناه غوښتنه هم وکړه.

د طالبانو حکومت د مشرتابه د پریکړې له مخې د سوالګرو راټولولو پروسه لومړی په پلازمینه کابل کې پیل او بلخ ، کندوز، هرات، کنر،نروستان او لغمان وروسته دا دی په ننګرهارکې هم د سوالګرو راټولولو پروسه د سرې میاشتې ټولنې له لورې پيل شوه.

د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي کمیسون د معلوماتو له مخې یوازې د تیر کال په لومړیو شپږ میاشتوکې له پلازمینې کابل څخه  د ښځو او ماشومانو په ګډون څه باندې درې زره سوالګر راټول کړي وو چې له پلټونو وروسته نیمایي راټول شوي اړمن نه بلکې حرفوي سوالګر وو.

 

ټیګونه