په افغانستان کې د تاریخي او فرهنګی اثارو اړوند بېلا بېلو موضوعاتو باندې بحث کولو ته د هیندارې ځآنګړې خپرونه
(last modified Thu, 25 May 2023 06:24:34 GMT )
May 25, 2023 10:54 Asia/Kabul

په افغانستان کې د تاریخي او فرهنګی اثارو اړوند بېلا بېلو موضوعاتو باندې بحث کولو ته د هیندارې ځآنګړې خپرونه دلته واورئ د خپرونې میلمانه: د ننګرهار پوهنتون پخوانی رئيس، لیکوال او ژورنالیست دوکتور پوهاند ببرک میاخېل او د همدې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ پخوانی رئیس رحیم الله خوږیاڼی

تاریخي اثار د یوه هېواد فرهنګي او ملي شتمني ده، واکمنان مسؤلیت لري چې د دې شتمنۍ ساتنه او پالنه ترسره کړي، ترڅو د یو تاریخ په توګه نسلونو او نورې نړۍ ته د اړونده هېواد د فرهنګي ارزښتونو په توګه د نمونې په توګه پاتی شي.

افغانستان یو له هغه هېوادونو څخه دی چې په ګڼ شمېر ولایتونو کې تاریخي او فرهنګي اثار لري چې په بېلا بېلو وختونو کې په غیرې مسلکي توګه د دې اثارو کیندنې او قاچاق ګڼ شمېر فرهنګیان او وطنوال اندېښمن کړي دي.

دغه هېواد په ولایتونو کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو په چوکاټ کې سربېره په مرکزي کچه ملي موزیم لري چې د پیړیو تاریخي او فرهنګي اثار په کې اېښودل شوي چې د ساتنې ترڅنګ یې د افغانستان او نړۍ بېلا بېل سیلانیان ترې لیدنه کوي.

په وروستیو کې د افغانستان د ملي موزیم مسؤلینو ویلي چې د ۵ سوه تاریخي اثارو د قاچاق مخه یې په داسې حال کې نیولې چې بهرنیو هېوادونو ته لیږدول کېدل، دوی همدا راز وایي، چې خپله یې هم کیندنې ترسره کړي او په ترڅ کې ویستل شوي ۴ سوه تاریخي او فرهنګي اثار په ملي موزیم کې اېښودلي.

سوال دادی چې قاچاق کېدونکي تاریخي اثار کیندنه څه ډول ترسره شوې او ولې دغه اثار قاچاق او لیږد ته زمینه برابره شوې، د تاریخي اثارو د خپل سرو کیندنو د مخنیوي لپاره باید کوم اقدامات وشي او په ګڼ شمېر کورونو کې اېښودل شوي تاریخي اثارو را ټولیدو لپاره باید څه وشي.

د تهران راډیو اوسنۍ هینداره خپرونه مو همدې موضوع ته ځآنګړې کړې، په خپرونه کې را سره دوکتور پوهاند ببرک میاخېل او په افغانستان کې د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور پخوانی رئیس رحیم الله خوږیاڼی میلمانه دي، هیله ده خپرونه را سره تر پایه واورئ.

 

ټیګونه