په افغانستان کې د ځآن وژنو پېښو د زیاتېدو د لامل او د مخنیوي پر لارو چارو د هیندارې ځآنګړې خپرونه
(last modified Thu, 08 Jun 2023 05:31:18 GMT )
Jun 08, 2023 10:01 Asia/Kabul

په افغانستان کې د ځآن وژنو پېښو د زیاتېدو د لامل او د مخنیوي پر لارو چارو د هیندارې ځآنګړې خپرونه د خپرونې میلمانه: لیکوال، ژورنالیست او شنوونکی ارشاد رغاند او د رواني ناروغیو ډاکټر شرف الدین عظیمي د خپرونې کوربه: عطاءالله خوږیاڼی

په افغانستان کې د جګړې د نسبي پای ته رسیدو، سره، سره د مرګونو دروازې لاندي تړل شوې، خو دا مرګونه د نورو سره توپیر لري، په دغه هېواد کې د تیر یو کال په موده کې ۲۱۳ تنو ځآن وژنه کړې.

له افغانستان څخه انلاین ورځپاڼې د اطلاعات روز د خپلو موندنو له مخې لیکلي چې د ۱۴۰۱ کال د غویي/ثور مياشتې له پېل راهيسې بيا د ۱۴۰۲ کال د غویي مياشتې تر پايه په افغانستان کې ۲۱۳ نفرو ځان وژنه کړې ده.

دا شميرې چې د تېر يوه کال پر مهال د اطلاعات روز ورځپاڼې له ارشيف او همدا راز د هشت صبح ورځپاڼې، سلام وطندار او پژواک خبري اژانس په شمول له ځينو نورو رسنيو تر لاسه شوې دي، ښيي چې د تېر يوه کال پر مهال د افغانستان په ۲۸ ولايتونو کې ۱۱۰ سړو او ۱۰۳ ښځو ځان وژنه کړې ده.

له شمېرو سره سم، فارياب د ځان وژنې د ۳۸ پېښو په درلودلو د دې لړليک په سر کې ځای لري او تر دې وروسته غور د ۲۰ او کاپيسا د ۱۴ ځان وژنو په درلودلو سره په دويمه او درېيمه درجه کې دي. په پنجشېر، سمنګان او خوست کې د ځان وژنې يوه – يوه پېښه ثبت شوې ده.

له تر لاسه شويو معلوماتو سره سم، د ځان وژنې پېښې د عمر په نسبت متفاوتې دي. د دې راپور موندنې ښيي چې د تېر يوه کال پر مهال کومو کسانو ځان وژنه کړې ۸۰ سلنه يې تر ۲۰ کلنۍ کم عمر لري.

په نارينه‌وو کې د بېلابېلو عمرونو د ځان وژنې شميرې ښيي چې د تېر يوه کال پر مهال کومو کسانو ځان وژنه کړي ډېری يې له ۲۰ کلنۍ څخه تر ۳۵ کلنۍ په عمر کې دي. تر ۲۰ کلنۍ په کم عمر کې ځان وژنې هم زياتې دي.

په نجونو او ښځو کې دا موضوع مختلفه ده. په دې راپور کې تر لاسه شوې شميرې ښيي چې د تېر يوه کال پر مهال کومو ښځو او نجونو ځان وژنه کړې ډېری يې د ۲۰ کلنۍ کم عمر لري.

سوال دادی چې ولې افغانان په ځانګړې ډول ځوان قشر اړ کیږي چې ځآن وژنو ته مه وکړي او څنګه کیدای شي چې د ځآن وژنو پېښو مخنیوی وشي؟

په همدغه موضوع د تهران راډیو په هینداره خپرونه کې بحث لرو، په بحث کې مو لیکوال، ژورنالیست او شنوونکی ارشاد رغاند او د رواني ناروغیو ډاکټر شرف الدین عظیمي میلمانه دي، هیله ده خپرونه را سره تر پایه واورئ.

 

ټیګونه