ایران په وروستیو دووکلونو کې دافغان کډوالو لومړنی مقصد دی
د کډوالو نړیوالې ادارې پخپل دغه رآپور کې وئیلي دي، په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲کلونو کې له کابل،هرات،فاریاب،ننګرهار او تخار څخه کابو څلویښت فیصدي کډوال له خپلو کورونو کوچیدلي او شپیته فیصدي کډوال هم دنورو ولایتونو دي.
د کډوالو د چارو نړیوالې ادارې په یوې اعلامیې کې ووئیل، دافغان کډوالو لومړنی مقصد د ایران اسلامی جمهوریت دی او دغه هیواد ته کډه په سر افغانان هماغه راز په ډلو ډلو روان دي.
په افغانستان کې دجنګ او نیواکګرۍ څه دپاسه څلور لسیزې ترینګلتیاوې،ددغه هیواد په داخل او خارج کې د میلیونونو افغانانو د مهاجرت سبب شوي دي.دکلتوري او ګاونډيتوب مشترکاتو په دلیل د افغانستان څه دپاسه نیم مهاجر په پاکستان او ایران کې ژوند کوي.
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ،د کډوالو نړیوالې ادارې په همداوروستیو کې پخپلې یوې اعلامیې کې وئیلي دي ، چې په افغانستان کې د طالبانو بیرته قدرت ترلاسه کولو له وخت راهسې تر دې دمه ابو درې اعشاریه شپږمیلیون افغان کډوال د ایران پشمول نورو هیوادونو ته کډه په سر شوي دي.
ددغه راپور په اساس، په دې مینځومیانو کې اویا فیصدي افغان کډوال یعني دوه میلیون څلور له نوي زره کسان ایران ته او اتلس فیصدي کډوال یعني شپږلکه دوه دیرش زره افغان کډوال پاکستان ته ،یولس فیصده ترکیې او اروپا ته او دوه فیصده نوره هم نورو هیوادونو ته کډه شوي دي.
د کډوالو نړیوالې ادارې پخپل دغه رآپور کې وئیلي دي، په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲کلونو کې له کابل،هرات،فاریاب،ننګرهار او تخار څخه کابو څلویښت فیصدي کډوال له خپلو کورونو کوچیدلي او شپیته فیصدي کډوال هم دنورو ولایتونو دي.